د پوهنې وزارت سرپرست د غزني ولایت اړوند " نورالمدارس مدرسې" د ۳۷۰ تنو طالب العلمانو د فراغت په مراسمو کې ګډون وکړ

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۰ - ۹:۳۰
gsgs

د پوهنې سرپرست وزیر الحاج مولوي حبیب الله آغا او ورسره مل پلاوي، د غزني ولایت له نورالمدارس مدرسې څخه د ۳۷۰ تنو طلابو د فراغت په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې ګډون وکړ.

په یادو پرتمینو مراسمو کې د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق او د پلاوي نورو غړو، د غزني پوهنې رئیس الحاج مولوي میر نصیر احمد حسیني، مسئولینو، علماءکرامو، د سیمه ییزو ادارو یو شمېر چارواکو او د دغه ولایت فرهنګي شخصیتونو هم برخه اخیستې وه.

لومړی د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو تر تلاوت وروسته، د غزني ولایت پوهنې رئیس، د پوهنې وزارت سرپرست او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د دغه ولایت د ښوونیز او روزنیز وضعیت په اړه د پوهنې مشرتابه ته معلومات وړاندې کړل.

ورپسې د پوهنې وزارت سرپرست په خپلو خبرو کې طالب العلمانو ته د فراغت مبارکي وویله او په ټولنه کې یې د پوهنې پر اهمیت ټینګار وکړ، ویې ویل: اسلام موږ ته د علم په ترلاسه کولو سپارښتنه کړې، دا ځکه چې د فردي او ټولنیز پرمختګ بنسټ په علم او پوهه کې دی.

نوموړي زیاته کړه، زموږ هدف دادی چې د عصري زده کړو ترڅنګ، طلابو ته هم په لوړ معیار د اسلامي زده کړو زمینه برابره کړو.

نورو ويناوالو هم د موضوع په تړاو خبرې وکړې او په هېواد کې يې د پوهنې د بهير د ودې او ملاتړ لپاره د پوهنې وزارت د رهبرۍ له هڅو ستاينه وکړه.

د غونډې په پای کې د پوهنې وزارت سرپرست، نوي فارغ شوي طالب العلمان په نغدي جایزو سره وستایل.

غونډه دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱۵
Background image

د کابل ولایت ۳۵۰ ښوونکو ته علمي، ښوونیزه او اصلاحي برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفیذ مرکزي هیئت، د دعوت او ارشاد ریاست له لوري او د کابل ولايت پوهنې رياست په همکارۍ د ياد ولايت د موسهي، بګرامیو، خاکجبار، سروبي،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱۰
Background image

په پکتیکا کې یوې مدرسې ته يو محراب جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د پکتیکا ولایت زرغون‌شهر ولسوالۍ اړوند سروریه مدرسې لپاره يو محراب جومات د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانیو مالي مرسته جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۷
Background image

په لوګر کې له ښوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

د لوګر ولایت د مرکز او ولسوالیو په ښوونځیو کې له ۲۷۴۶ تنو ښوونکو سره د ۷۴ کڅوړو درسي توکو مرسته شوې، چې ټولیز ارزښت یې ۷ زره او ۶۵۹ امریکايي ډالره دی.
یاد درسي توکي د يوې همکارې ادارې. . .

BACK TO NEWS