د پوهنې وزارت سرپرست د ترکیې له سفیر سره وکتل

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۹ - ۱۶:۳۰
12

په هغه کتنه کې چې د پوهنې وزارت سرپرست محترم الحاج مولوي حبیب الله آغا په کابل کې د ترکیې له سفیر ښاغلي Chiad Erginay او پلاوي سره درلوده، پکې د افغانستان له پوهنیز نظام سره د یاد هېواد پر مرستو او یو لړ مهمو موضوعاتو تفصیلي خبرې وشوې.
په پيل کې د پوهنې وزارت سرپرست مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او په افغانستان کې یې د ترکیې هېواد د پوهنې بنسټ له فعالیتونو او هراړخیزو مرستو څخه مننه او قدرداني وکړه.
نوموړي څرګنده کړه: له شک پرته په افغانستان کې د ترکيې د ښوونې او روزنې بنسټ مسئولين او استادان خپلې پوهې او علمي تجربې د يوې کورنۍ د غړو په څېر د افغان-ترک ښوونځيو له زده کوونکو سره په ډېر دقت او زيار سره شريکوي، چې موږ يې د دې نېک کار له امله ستاینه کوو.
ورپسې د ترکیې سفیر د افغانستان له پوهنیز نظام سره د خپل هېواد د مرستو په اړه خبرې وکړې او د ترکیې د پوهنې له بنسټ سره یې د پوهنې وزارت د همکاریو یادونه وکړه او په ورته وخت کې یې د یاد هېواد د مرستو د نمونې په توګه یې د جوزجان مرکز شبرغان ښار کې د یو باب نوي ښوونځي د پرانیستنې خبر ورکړ.
د ترکیې سفیر څرګنده کړه، چې د پوهنې وزارت په مشرۍ به نورو ولايتونو ته هم د افغان – ترک ښوونځيو  فعالیتونه وغځوي.
په پاى کې دواړو لورو د افغانستان پوهنیز نظام د لاښه والي لپاره د آسانتياوو پر برابرولو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې

پوهنې وزارت، د زده‌کوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زده‌کوونکي له هغو ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

BACK TO NEWS