د پوهنې وزارت سرپرست د اسلامي همکاریو سازمان له مرستیال سره وکتل

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۵ - ۱۷:۳۹
212

یاده لیدنه چې د کابل سرینا هوټل په مېلمستون کې جوړه شوې وه؛ د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا او د یاد وزارت د سرچینو او ادارې معین مولوي صبغت الله وصیل سربېره یو شمېر علماوو هم ګډون درلود.
په پيل کې د پوهنې وزرات سرپرست د اسلامي همکاریو سازمان د مرستیال دوکتور قطب محمد سانو او پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د علماوو کرامو تګ راتګ یې د اسلامي هېوادونو ترمنځ خورا مهم وباله ورپسې د سرچینو او ادارې معین په خپلو خبرو کې وویل، چې په اسلام کې مشوره او نظر شریکول یو اصل دی او د نظرونو تبادله، وړاندیزونه او مشورې ډېرې مهمې دي چې موږ او تاسو یې باید یو له بله سره شریکې کړو.
د نوموړي په وینا؛ په افغانستان کې ډېر پرمختګونه شوي او اسلامي امارت کوښښ کوي، چې په نورو برخو کې هم لا زیاتې آسانتياوې خپل ولس ته برابرې کړي.
په ورته مهال د اسلامي همکاریو سازمان د پلاوي مشر په تفصیل سره خبرې وکړې او په بېلا بېلو برخو کې یې د اسلامي امارت لاسته راوړنې او هلې ځلې وستایلې .
نوموړي له خپل لوري د پوهنې وزارت سره د ښوونیزو آسانتیاوو برابرولو په برخه کې د همکاریو ژمنه وکړه.
همدارنګه په یاده غونډه کې راغلو علماوو کرامو په خپل نوبت سره په افغانستان کې د رامنځته شوي امنیت او نورو پرمختګونو په تړاو نظرونه شریک کړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۷
Background image

په ښوونیزو مراکزو کې د نویو زده کوونکو د جذب او نوم لیکنې په اړه د پوهنې وزارت اعلامیه

بسم‌اﷲ الرحمن الرحیم
اَلحَمدُلِلّهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَالصَّلَوةُ وَالسَّلامُ عَلَی سَیِّدِالمُرسَلِینَ وَ عَلَی آلِهِ وَأَصحَابِهِ أَجْمَعِیْنَ
درنو هېوادوالو راځئ! چې نوی ښوونیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

په بادغیس ولایت کې له م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له هغو ۲۱۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده کړو څخه پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۱
Background image

د سرپل ولایت عام ولس لخوا پوهنې سره له ۱۹ میلیونه افغانیو څخه زیاته مرسته شوې

د سرپل ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي؛ د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د یاد ولایت خلکو، د سیمې مشرانو او تعلیمي شوراګانو په ټولیز ډول ۱۹ میلیونه ۱۶۴ زره ۸۵۱ افغانۍ د پوهنې له. . .

BACK TO NEWS