د پوهنې وزارت سرپرست او ورسره مل پلاوي ننګرهار ولایت ته رسمي سفر وکړ

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۳/۵ - ۱۰:۵۵
95

د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا په داسې حال کې چې د یاد وزارت د مالي او حسابداري رئیس مولوي صدرالدین سعد یې ملتیا کوله، د ننګرهار ولایت د ښوونیز او روزنیز وضعیت ارزولو په موخه یاد ولایت ته ورسېد.

د یاد سفر په ترڅ کې د پوهنې وزارت سرپرست د ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ ته ولاړ، چې د یادې ولسوالۍ د پوهنې آمر قاري سید داوود، مسئولینو، علماوو او د دغې ولسوالۍ د سیمه ییزو ادارو چارواکو یې تود هرکلی وکړ.

په پیل کې نوموړي د يادې ولسوالۍ اړوند د وزیرو ج/هادي عالي لېسې له مشرتابه، ښوونکو او زده کوونکو سره له نیږدې خبرې اترې وکړې او د يادې لېسې د دندو او ستونزو په اړه يې معلومات ترلاسه کړل.

د پوهنې وزارت سرپرست د مدارسو او ښوونځیو تر منځ د واټن په لرې کولو ټینګار وکړ او د ځوانانو لپاره یې د دیني علومو ترڅنګ، د عصري علومو زده کړه اړینه وګڼله.

همدارنګه نوموړي د یاد سفر په دوام له پلاوي سره يو ځای د يادې ولسوالۍ د ملکيار هوتک لېسې ته ولاړ او د يادې لېسې د تدريسي او اداري چارو د ارزونې ترڅنګ یې، د دغې لېسې له مدير، ښوونکو او زده کوونکو سره هم تفصیلي خبرې وکړې.

د پوهنې وزارت سرپرست په خپلو خبرو کې د یادې لېسې له مسئولینو او ښوونکو وغوښتل، تر څو ځوانان په اسلامي او ملي روحیه وروزي او له زده کوونکو یې وغوښتل، چې په ښه توګه زده کړې وکړي، تر څو خلکو او هېواد ته په صادقانه توګه د خدمت جوګه شي.

په پای کې نوموړي د يادې ولسوالۍ د پوهنې له مسئولينو، د مدارسو او ښوونځيو له آمرینو سره د ستونزو د هواري په لارو چارو د خبرو ترڅنګ، د هغوى وړانديزونه هم واورېدل او د حل په برخه کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.

د غونډې په دوام، سیمه ییزو مسئولینو او علماوو د هېواد بچیانو د سالمې ښوونې او روزنې په برخه کې، د پوهنې وزارت د مشرتابه په ځانګړې توګه د یاد وزارت د سرپرست له پاملرنې خوښي څرګنده کړه او د پوهنیز نظام د لاپرمختګ په برخه کې یې د خپل ملاتړ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۹:۴۱
Background image

د پکتیا او غزني ولایتونو ښوونکو لپاره میتودیکي سیمینارونه پیل شوي دي

د پوهنې وزارت په ډېری ولایتونو کې د ښوونځیو د ښوونکو مسلکي مهارتونو ښه کولو لپاره روزنیز سیمینارونه پیل کړي دي، چې په دې سره په پکتیا او غزني ولایتونو کې د ساینس او ریاضیاتو ۲۱۲ تنو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۹:۳۶
Background image

له ولایتونو څخه د پوهنې څو لنډ خبرونه

ننګرهار
د ننګرهار ولایت رودات ولسوالۍ له کان لېسې سره، د یو تن علم‌پروره شخص لخوا ۲۱۰۰۰ افغانۍ مرسته ترسره شوه.
د یادې ولسوالۍ پوهنې چارواکو ډاډ ورکړ چې دغه پیسې به د یادې لېسې د ترمیم. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۴:۳۱
Background image

پکتیکا ولایت کې د ۲ مېلیونه افغانیو په لګښت د یوې دیني مدرسې نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د رحمانیه دیني مدرسې نوې ودانۍ، چې د سیمه‌ییزو سوداګرو او خلکو په مالي مرسته د ۲ مېلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې وه، د پوهنې چارواکو په ګډون د یو لړ. . .

BACK TO NEWS