د پوهنې وزارت سرپرست او ورسره مل پلاوي بامیان ولایت ته سفر وکړ
د پوهنې وزارت سرپرست وزیر الحاج مولوي حبیب الله آغا په داسې حال کې چې د ج.هادي مدارسو رئیس شیخ مولوي عبدالواحد طارق او د یاد وزارت د بېلابېلو ادارو پلاوي ورسره ملتیا کوله د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د بامیان ولایت ج.هادي مدرسه پرانیستله.
په پیل کې د پوهنې وزرات سرپرست د بامیان ولایت مقام ته لاړ او د یاد ولایت له والي الحاج مولوي عبدالله سرحدي او د پوهنې له رئیس شیخ ناظر جعفري سره د پوهنې په پرمختګونو او ننګونو په تړاو خبرې وکړې.
د بامیان والي د پوهنې سرپرست ته ښه راغلاست ووایه او د نوموړي له ملاتړ او مرستو څخه مننه وکړه او پلاوي ته یې د یاد وزارت د برنامو د عملي کولو په برخه کې هر اړخیز ډاډ ورکړ.
ورپسې د پوهنې وزارت سرپرست او ورسره مل پلاوي په غونډه کې ګډون وکړ. د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د یاد ولایت والي، د پوهنې ریاست مشرتابه ،ګڼ شمېر علماوو، ج.هادي شخصیتونو، قومي مخورو او د زده کوونکو والدینو حضور درلود..
د یادې غونډې په ترڅ کې د پوهنې وزارت سرپرست وزیر د یاد ولایت د خلکو له مېلمه پالنې او خلوص څخه د مننې په ترڅ کې د دیني مدارسو پر ارزښت او شالید خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې مدارس زموږ په هېواد کې یوه نوې طرحه نه ده، بلکې دا په اسلامي تاریخ کې یوه اوږده مخینه لري، چې ایجاد یې د نبي کریم علیه الصلاة السلام له دورې څخه راپیل شوی دی.
ورپسې د دیني مدارسو مسئولینو په خپل وار د دیني او عصري علومو پر ارزښت ویناوې وکړې او د پوهنې په برخه کې له هر ډول تعصباتو د له منځه وړلو په اړه ټینګار وکړل. په پای کې د دعایې په لوستلو سره د ج.هادي مدرسې پرانیستنه وشوه.
