د پوهنې وزارت سرپرستې د هلمند له والي سره وکتل

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۶/۱۱ - ۱۹:۰
سرپرست وزارت معارف با والی هلمند دیدار کرد

د پوهنې وزارت، کابل: د پوهنې وزارت سرپرستې آغلې رنګینې حمیدي، د پوهنې په وزارت کې د هلمند ولایت والي ښاغلې تورن جنرال یاسین خان سره وکتل.

په دې غونډه کې، د هلمند والي په یاد ولایت کې د پوهنې پرمختګ او ستونزو په ځانګړي ډول د درسي کتابونو نشتون، د ښوونځیو جوړول، د ښوونکو کمبود او یو شمیر نورو مسایلو په اړه خبرې وکړې.

د پوهنې وزارت سرپرستې په دغه ولایت کې د پوهنې په برخه کې د اصلاحاتو او پرمختګ په اړه د هلمند ولایت د والي د هڅو څخه مننه وکړه او وویل: د پوهنې وزارت په محرومو سیمو کې د پوهنې د ننګونو حلولو ته ځانګړې پاملرنه لري.

آغلې رنګینې حمیدي زیاته کړه چې د پوهنې وزارت هڅه کوي د ټولو لپاره په ځانګړي توګه د نجونو لپاره د غوره ښوونې او روزنې زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۴:۲۵
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد محترم رئیس د دایکنډي ولایت له پوهنې مسئولینو او کارکوونکو سره وکتل

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم الحاج مولوي جمعه خان سروري دایکنډي ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د همدغه ولایت د پوهنې له رهبرۍ، کارکوونکو او د تعلیمي مرکزونو له مسئولینو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۴:۲۳
Background image

د ولایتونو له پوهنې څو لنډ خبرونه

غزني
د لوګر ولایت ازرې ولسوالۍ په یوه ښوونځي کې د ۸۵ زره افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو صحې سیسټم جوړ شو، چې له امله یې له ۷۵۰ څخه ډېر زده‌کوونکي د پاکو اوبو له نعمت څخه برخمن شول.

ب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۴:۲۰
Background image

له ۳۲۰ تنو راستنېدونکو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست له ۳۲۰ تنو راستنېدونکو ماشومانو څخه د اووم څخه تر یوولسم ټولګيو لپاره د تعلیمي کچې معلومولو ۱۴م پړاو ازموینه واخیسته.
په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې، د کابل ښار. . .

BACK TO NEWS