د پوهنې وزارت ستر سلاکار د رسمي پلاوي په مشرۍ بدخشان ولایت ته ورسېد

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۴:۲۴
سشیزظط

د پوهنې وزارت ستر سلاکار محترم الحاج مولوي سید غیاث‌الدین آغا، د یوه رسمي پلاوي په مشرۍ بدخشان ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د یاد ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمد طاهر جواد سره وکتل.
ټاکل شوې ده چې یاد پلاوی د بدخشان ولایت د مرکز  او پنځو ولسوالیو د پوهنې له آمریتونو څخه لیدنه وکړي او هلته له نږدې د مسئولینو او زده‌کوونکو سره وګوري.
یاد سفر د وزارت او ولایتي پوهنې ریاستونو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا، د ښوونیز وضعیت ارزونې او د روانو تعلیمي پلانونو د څېړنې په موخه تنظیم شوی دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۳۵
Background image

د لوګر له پوهنې ریاست سره د ۲۱ خېمو مرسته وشوه

د یوه همکار بنسټ له لوري د شاوخوا ۳۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د لوګر ولایت له پوهنې ریاست سره  د ۲۱ خېمو مرسته وشوه.
یادې خېمې به هغو ښوونځیو ته ووېشل شي، چې د درسي ټولګیو له کمښت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۳۳
Background image

په بدخشان کې یوې دیني مدرسې لپاره د څښاک پاکو اوبو څاه وکیندل شو

د بدخشان ولایت شهر بزرگ ولسوالۍ اړوند «سرور کائنات» صلی‌الله‌علیه‌وسلم دیني مدرسې زده‌کوونکو ته د څښاک پاکو اوبو برابرولو او اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۳۱
Background image

په یو شمېر ولایتونو کې د وړتیا لوړونې درې او دولس ورځنۍ برنامې پیل شوې

د فاریاب، بغلان او سرپل ولایتونو د څه باندې ۸۰۰ تنو آمرینو، مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې درې او دولس ورځنۍ روزنیزې برنامې پیل شوې.. . .

BACK TO NEWS