د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین د امام ابوحنيفه رحمه الله دارالعلوم د آزموينو له بهير څخه څارنه وکړه.

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۱ - ۹:۳۴
123

 د پوهنې وزارت د کیفیت  تضمین معین، الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د یو شمېر مسئولینو په ملتيا، امام ابوحنیفه رحمه الله مدرسې د آزموینو له بهير څخه لیدنه وکړه.
ياد پلاوی امام ابوحنيفه دارالعلوم ته د رسېدلو په ترڅ کې د مسئولينو او زده کوونکو له تود هرکلي سره مخامخ شو.
 ورپسې د پوهنې وزارت معين، د علم او پوهې په ارزښت خبرې وکړې او زده کوونکو ته یې وویل: د خپلو استادانو درناوی وکړئ او په خپلو زده کړو کې زیار وباسئ.
 نوموړي له دوی وغوښتل، چې په راتلونکي کې د خپلو خلکو او هېواد په وړاندې خپلې دندې په صادقانه توګه سرته ورسوي.
 د یادولو وړ ده چې:
 ياد دارالعلوم په ۱۳۲۳ لمريز کال د کابل ولايت بګراميو ولسوالۍ کې تأسيس شوی چې اوسمهال پکې ١٣٠٠ تنه نارينه او ۲۰۰۰ ښځينه زده کوونکې په ديني او عصري زده کړو بوخت دي، چې د تدريس بهير يې د ١١٦ تنو استادانو له لورې پر مخ ځي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۹:۴۱
Background image

د قرارداد د پرېکړې خبرتیا د پوهنې وزارت

د پوهنې وزارت په پام کې لري، د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د اړتیا وړ ۳۰ قلمه معلوماتي ټکنالوژۍ وسایلو د تدارک او پېرودلو پروژې د لومړي لاټ قرارداد، د ۵ میلیونه، ۴۷۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۹:۳۴
Background image

د قرارداد د پرېکړې خبرتیا (د پوهنې وزارت)

د پوهنې وزارت په پام کې لري، د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د اړتیا وړ ۳۰ قلمه معلوماتي ټکنالوژۍ وسایلو د تدارک او پېرودلو پروژې د دویم لاټ قرارداد، د ۱۳ میلیونه، ۸۴۱. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۰
Background image

وضاحت:

د پوهنې وزارت په ټولنیزو رسنیو کې د هغې خپرې شوی ویډیو حقیقت جدي تعقیب کړ چې پکې یو طالب‌العلم د خپل استاد له لوري وهل کېږي.
 معلومات ښيي چې دغه پېښه، د تېر ۱۴۰۴ کال په حوت میاشت کې، د. . .

BACK TO NEWS