د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت پلاوی پروان ولایت ته په رسمي سفر ولاړ

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۷ - ۱۵:۴۸
123

د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین معینیت د معیاري آزموینو او تعلیمي ارزونې ریاست پلاوی د یوه رسمي سفر په ترڅ کې پروان ولایت ته ولاړ.
په پيل کې یاد پلاوي د پروان ولایت له پوهنې رئیس مفتي محمد حسن حقاني سره وکتل او د یاد ولایت د زده کوونکو د ښوونیزې سویې معلومول او د هغوی د تېرو آزموینو ارزونه یې له خپلو اساسي موخو څخه وبلله. 
  د پروان پوهنې رئیس مفتي محمد حسن حقاني د یاد پلاوي حضور ته ښه راغلاست ووایه او د لازمو همکاریو او آسانتیاوو د برابرولو ژمنه یې وکړه.
  په پام کې ده چې پلاوی به د یاد ولايت ستونزې وڅېړي او د خپلو کارونو پايلې به د پوهنې وزارت له مشرتابه سره شريکې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۰
Background image

وضاحت:

د پوهنې وزارت په ټولنیزو رسنیو کې د هغې خپرې شوی ویډیو حقیقت جدي تعقیب کړ چې پکې یو طالب‌العلم د خپل استاد له لوري وهل کېږي.
 معلومات ښيي چې دغه پېښه، د تېر ۱۴۰۴ کال په حوت میاشت کې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۲
Background image

په بادغیس کې ۳۰ ښوونځیو ته د لمریزې برېښنا برابرولو چارې پیل او څلور نور ترمیم شول

د بادغیس ولایت مرکز سربېره په قادس، مقر، آب‌کمري، بالامرغاب او جوند ولسوالیو کې د ۳۰ ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونو چارې پیل شوې دي.
په ورته مهال، د یاد ولایت په مقر، قادس او آب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۰
Background image

په غزني کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند نجـم‌العلوم للبنات مدرسې نوې ودانۍ، چې څه موده مخکې د یو جریب ځمکې پر سر د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت یې د جوړولو چارې پیل شوې وې، بشپړه او د یوې. . .

BACK TO NEWS