د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین د معیاري ازموینې له ارزونې پروسې څارنه وکړه
د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د نتایجو او شهادتنامو د رئیس محترم مولوی عبدالقدیم آخندزاده او یو شمیر نورو چارواکو په ملتیا، د کابل ښار څلورمې ناحیې د زدهکوونکو د معیاري ازموینې له ارزونې پروسې څارنه او بیاکتنه وکړه.
د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین د څلورمې ناحیې د مسئولینو له هرکلي وروسته په یوه وینا کې وویل: (دا یو لوی ویاړ دی، چې الله تعالی تاسو د دین او ملت د خادمانو په توګه ټاکلي یاست، تاسو ته یې د اسلام د پیغمبر «صلی الله علیه وسلم» میراث درکړی دی، کوم چې د تدریس مقدس مسلک دی؛ نو اړینه ده، چې تاسو دا لویه دنده په خورا صداقت او اخلاص ترسره کړئ.
همدارنګه نوموړي د ازموینې ارزونې له پلاوي ستاینه وکړه او د هغوی هڅې یې وستایلې.
ورپسې د څلورمې تعلیمي حوزې چارواکو او د اړوندو ښوونځیو ښوونکو، د پلاوي له ورتګ او لیدنې له امله خوښي او قدرداني څرګنده کړه.
