د پوهنې وزارت د کارکوونکو لپاره د چوپړونو د وړاندې کولو په بهیر کې د اصلاحاتو راوستلو په موخه مشورتي غونډه جوړه شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۰ - ۱۰:۴۶
10

د پوهنې وزارت د بشري سرچینو او اداري پراختیا د لوی رئیس مفتي محمد یوسف ثاقب په مشرۍ د یاد ریاست ځانګړې مشورتي غونډه، په داسې حال کې جوړه شوه، چې پکې د نورو څانګو رئیسانو او مسئولینو هم حضور درلود.

د یادې غونډې پر مهال، د افغانستان.ا.ا. د عالي مقام د مشرتابه د لارښوونو په رڼا کې، د هېواد د دیني مدارسو د استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو د ګمارنې د پروسې ګړندي کولو، د یاد ریاست د مراجعینو لپاره د لازمو اداري آسانتیاوو د برابرولو او د پوهنې وزارت د تشکیلاتي جوړښت ترڅنګ، د دندو د لایحې په تړاو تفصیلي خبرې وشوې.

یاده غونډه د پورتنیو مهمو موضوعاتو په اړه له هراړخیزو بحثونو وروسته، د لازمو تصمیمونو په نیولو او د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۹:۴۱
Background image

د قرارداد د پرېکړې خبرتیا د پوهنې وزارت

د پوهنې وزارت په پام کې لري، د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د اړتیا وړ ۳۰ قلمه معلوماتي ټکنالوژۍ وسایلو د تدارک او پېرودلو پروژې د لومړي لاټ قرارداد، د ۵ میلیونه، ۴۷۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۹:۳۴
Background image

د قرارداد د پرېکړې خبرتیا (د پوهنې وزارت)

د پوهنې وزارت په پام کې لري، د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د اړتیا وړ ۳۰ قلمه معلوماتي ټکنالوژۍ وسایلو د تدارک او پېرودلو پروژې د دویم لاټ قرارداد، د ۱۳ میلیونه، ۸۴۱. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۰
Background image

وضاحت:

د پوهنې وزارت په ټولنیزو رسنیو کې د هغې خپرې شوی ویډیو حقیقت جدي تعقیب کړ چې پکې یو طالب‌العلم د خپل استاد له لوري وهل کېږي.
 معلومات ښيي چې دغه پېښه، د تېر ۱۴۰۴ کال په حوت میاشت کې، د. . .

BACK TO NEWS