د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین د یوه رسمي سفر په موخه پنجشیر ولایت ته لاړ

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۵ - ۱۰:۳۲
د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین د یوه رسمي سفر په موخه پنجشیر ولایت ته لاړ

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین الحاج مولوي سخاء الله سعید په داسې حال کې چې د دغه وزارت د عمومي نصاب او د ښوونکو د مسلکي ودې عمومي رئیس مولوي اول ګل ایوبي هم ورسره ملتیا کوله پنجشیر ولایت ته ولاړ.
د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین د پنجشېر ولایت د پوهنې ریاست د اسلامي زده کړو له آمر او د پوهنې له سرپرست الحاج مولوي مطیع الله جواد سره په کتنه کې دغه ولایت ته د خپل سفر موخه له اداري او تدریسي چارو څخه لیدنه او څارنه وبلله.
دغه لیدنه، چې د پنجشير ولايت د پوهنې رياست په انګړ کې جوړه شوې وه د پنجشير ولايت د پوهنې ریاست معاونینو او د ښوونځيو آمرینو، مدیرانو او مسوولینو ګډون کړى وو .
په پیل کې د پنجشیر ولایت د پوهنې ریاست سرپرست دغه ولایت ته د پوهنې وزارت د معین د سفر د هرکلي ترڅنګ د مسلکي ښوونکو او درسي کتابونو کمښت یې د پنجشیر ولایت د پوهنې ریاست پر وړاندې له جدي ننګونو څخه وبلل او دغه راز یې یادونه وکړه. په دغه ولایت کې د ښوونکو د روزنې ریاست بیاځلې پرانستل شوی.
له دې غونډې وروسته د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین د پوهنې ریاست له مسوولینو سره د پنجشیر ولایت د ښوونکو د روزنې ریاست ته ولاړ او له ټولو څانګو څخه یې لیدنه وکړه.
 همدارنګه د پوهنې وزارت معین د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د پوهنې ریاست ټولې ستونزې یاداشت کړې او د حل ډاډ یې ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۷
Background image

په ښوونیزو مراکزو کې د نویو زده کوونکو د جذب او نوم لیکنې په اړه د پوهنې وزارت اعلامیه

بسم‌اﷲ الرحمن الرحیم
اَلحَمدُلِلّهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَالصَّلَوةُ وَالسَّلامُ عَلَی سَیِّدِالمُرسَلِینَ وَ عَلَی آلِهِ وَأَصحَابِهِ أَجْمَعِیْنَ
درنو هېوادوالو راځئ! چې نوی ښوونیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

په بادغیس ولایت کې له م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له هغو ۲۱۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده کړو څخه پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۱
Background image

د سرپل ولایت عام ولس لخوا پوهنې سره له ۱۹ میلیونه افغانیو څخه زیاته مرسته شوې

د سرپل ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي؛ د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د یاد ولایت خلکو، د سیمې مشرانو او تعلیمي شوراګانو په ټولیز ډول ۱۹ میلیونه ۱۶۴ زره ۸۵۱ افغانۍ د پوهنې له. . .

BACK TO NEWS