د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین د کندهار او زابل ولایتونو له جهادي مدارسو او دارالحفاظونو څخه لیدنه وکړه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۷ - ۹:۲۰
د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین د کندهار او زابل ولایتونو له جهادي مدارسو او دارالحفاظونو څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین الحاج مولوي سخاءالله سعید او ورسره مل هیئت د عالیقدر امیرالمؤمنین د شفاهي حکم او د پوهنې وزارت د مقام د  سپارښتنې په اساس، د کندهار او زابل ولایتونو له جهادي مدارسو او دارالحفاظونو څخه لیدنه وکړه .
په دې لیدنه کې محترم معین صاحب د یادو تعلیمي مراکزو له مسئولینو، استادانو او زده کوونکو سره له نږدې ولیدل او د هغوی وړاندېزونه یې واورېدل.
معین صاحب د یادو تعلیمي مراکزو له مسئولینو او استادانو سره په لیدنه کې د دوی علمي خدمات وستایل او زده کوونکي یې وهڅول ترڅو خپلو زده کړو او مسئولیتونو ته متوجه واوسي.
تر غونډې وروسته معین صاحب د جهادي مدارسو او دارالایتامونو د تدریسي او اداري چارو، د زدکوونکو د علمي سویې، د مدرسې د چاپېریال، غذایي رژیم، روغتیايي انتظام، ودانۍ، امنیت، د زده کوونکو د صورت او سیرت او نورو اړینو مسایلو ارزونه وکړه او مسئولینو ته یې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۰:۶
Background image

د کندز له پوهنې ریاست سره د درسي توکو مرسته وشوه

د یوې همکارې ادارې له لوري د کندز ولایت له پوهنې ریاست سره د قرطاسیې او درسي مرستندویه توکو ۳۰۰ کڅوړې مرسته شوې ده.
تمه ده چې د یادو توکو په وېش سره به د دغه ولایت د ښوونځیو زده‌کوونکو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۹:۵۱
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست اوونیز راپور

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د تېرې اوونۍ په ترڅ کې په مرکز او ولایتونو کې د اړوندو فعالیتونو د تنظیم، څارنې او ارزونې په موخه بېلابېل اقدامات ترسره کړي دي.
د یاد ریاست څارنیز. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۹
Background image

د کابل ښار د يوې لېسې نوې ودانۍ جوړولو پروژه وارزول شوه

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمداسحاق مقدس، له خپل تخنیکي پلاوي سره د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د قلعه حشمت خان لېسې د درې پوړیزې او ۲۴ درسي. . .

BACK TO NEWS