د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین خوست ولایت ته په رسمي سفر ولاړ
د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین الحاج مولوي سخاء الله سعید په مشرۍ پلاوی خوست ولایت ته ورسېد.
په پیل کې د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین د یاد ولایت له پوهنې رئیس مولوي فیض الله جمال سره په ګډه، د سپېرې ولسوالۍ د تعلیمي بنسټونو ښوونیز او روزنیز وضعیت ارزونې په موخه، دغه ولسوالۍ ته ولاړ.
د يادونې وړ ده، چې ياد سفر د افغانستان.ا.ا. د مشرتابه د حکم پر بنسټ ترسره شوی، تر څو هغه سیمې چې د روغتیا، تعلیم، ترانسپورټ او مخابراتې آسانتیاوو څخه بې برخې دي، په نښه شي.
