د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین کندهار ولایت ته په رسمي سفر ولاړ

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۲:۵۸
سبی

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین شیخ عبدالمالک حقاني، د یوه رسمي سفر په ترڅ کې کندهار ولایت ته لاړ او هلته یې د سوېل زون د پوهنې بهیر، تعلیمي وضعیت او شته ستونزو ارزونې په موخه یوه غونډه ترسره کړه.
د سفر په پیل کې د کندهار ولایت د پوهنې رئیس او مسوولینو له لوري د ښوونې او روزنې محترم معین ته هرکلی وشو. 
وروسته نوموړي د سوېل زون اړوند ولایتونو؛ کندهار، زابل، هلمند او ارزګان د پوهنې رئیسانو سره ګډه غونډه ترسره کړه، چې په کې د یادو ولایتونو د پوهنې وضعیت، د تدریس بهیر، د ښوونکو ستونزې، د زده‌کوونکو اړتیاوې او د تعلیمي چارو لا پیاوړتیا په اړه هر اړخیز بحثونه وشول.
په غونډه کې د یادو ولایتونو پوهنې رئیسانو د خپلو اړوندو ولایتونو د پوهنیز وضعیت، لاسته راوړنو، شته ستونزو او اړتیاوو په اړه معلومات وړاندې کړل او د تعلیمي بهیر د ښه مدیریت، د ښوونځیو د تجهیز او د زده‌کوونکو د درسي امکاناتو په تړاو یې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل.
د ښوونې او روزنې محترم معین شیخ عبدالمالک حقاني د غونډې پر مهال د پوهنې د معیاري کېدو، د تدریسي کیفیت لوړولو او د زده‌کوونکو د سالمې روزنې پر اهمیت خبرې وکړې. نوموړي ټینګار وکړ چې د پوهنې وزارت هڅه کوي، تر څو په ټول ملک کې د زده‌کوونکو لپاره مناسب تعلیمي چاپېریال رامنځته او شته ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي.
همداراز، د ښوونې او روزنې معین د کډوالو زده‌کوونکو د زده کړو د دوام او هغوی ته د لازم تعلیمي فرصتونو برابرولو په اړه اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې، څو هېڅ کډوال زده‌کوونکی د زده کړو له نعمته بې برخې پاتې نه شي.
محترم معین همدارنګه د تدریس بهیر لا اغېزمنتیا، د ښوونکو د مسلکي ظرفیت لوړونې، د اداري چارو د لا ښه تنظیم، د تعلیمي نظم د پیاوړتیا او د ښوونځیو د فعالیتونو د منظمې څارنې په اړه د یادو ولایتونو رئیسانو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
د سفر په پای کې د سوېل زون پوهنې مسوولینو د پوهنې وزارت له رهبرۍ څخه د مننې ترڅنګ ډاډ څرګند کړ، چې د پوهنیز نظام د پیاوړتیا، د زده‌کوونکو د ښې ښوونې- روزنې او د تعلیمي خدمتونو د پراختیا لپاره به خپلو هڅو ته لا دوام ورکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۳۱
Background image

په یو شمېر ولایتونو کې د وړتیا لوړونې درې او دولس ورځنۍ برنامې پیل شوې

د فاریاب، بغلان او سرپل ولایتونو د څه باندې ۸۰۰ تنو آمرینو، مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې درې او دولس ورځنۍ روزنیزې برنامې پیل شوې.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۲۵
Background image

په لوګر کې د یوې دیني مدرسې نوې ودانۍ جوړه شوه

د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ نیازي‌اباد کلي اړوند نعمانیه دیني مدرسې لپاره نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته چمتو شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د اوسېدونکو په مالي مرسته، د ۱.۸ میلیونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۲۱
Background image

د بغلان ولایت پوهنې ریاست لپاره د څښاک پاکو اوبو یو څاه وکیندل شو

د بغلان ولایت پوهنې ریاست کارکوونکو ته د څښاک پاکو اوبو برابرولو او اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د یاد ریاست له بهرنۍ دېوال سره څېرمه د ۵۰ زره افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو یو. . .

BACK TO NEWS