د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین په مشرۍ د تدریساتو کمېسیون ۹۸ یمه غونډه ترسره شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۵:۸
zxczxc

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني په مشرۍ د تدریساتو کمېسیون ۹۸ یمه نوبتي غونډه په داسې حال کې ترسره شوه، چې پکې د پورته ذکر شوي کمېسیون غړي او د ۱۲ مرکزي ریاستونو استازي هم حاضر وو.
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
 ورپسې د اجنډا له مفرداتو سره سم، د اړوندو موضوعاتو په اړه بحثونه ترسره شول او هر استازي د مطرح شویو مسایلو په اړه د غونډې ګډون‌والو سره خپل نظرونه شریک کړل.
همدارنګه په دې غونډه کې، د مراجعینو د ستونزو او غوښتنو په اړه هم تفصیلي بحثونه ترسره او په دې اړه شاوخوا ۲۵ پرېکړې د نورو اجراآتو لپاره اړوندو چارواکو ته واستول شوې.
غونډه دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۲:۱۵
Background image

په کابل ښار پوهنی ریاست کې د بېرته راستانه شویو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په ترڅ کې د بېرته راستانه شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینو په نولسم پړاو کې، له ۳۵۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۲:۱۱
Background image

د خوست ولایت پوهنې ریاست د تېرو ۳ میاشتو لاسته راوړنو لنډیز

۱. د یوې خیریه ادارې په ملاتړ د اسماعیل‌خېل مندوزي ولسوالۍ کې د ۵۵۰ زره افغانیو په لګښت ۸ درسي ټولګي جوړ شوي دي.

۲. د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ ۳۹۰ تنو ښوونکو ته د «اغېزمن تدریس. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۱:۵۶
Background image

د سرپل ولایت پوهنې ریاست څه د پاسه ۳۰۰ کسانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته

د سرپل ولایت پوهنې ریاست، د هېواد بچیانو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له شاوخوا ۳۰۰ تنو م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د یاد ولایت پوهنې مسئولینو په. . .

BACK TO NEWS