د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معين د ختيځ زون د مسلکي پراختيا له غړو سره وکتل
د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني او ورسره مل پلاوي، د ختيځ زون اړوند د ښوونکو د مسلکي پراختيا له غړو او د استقلال رشتوي لېسې له مسوولينو سره وکتل٠
په پیل کې نوموړي د مسلکي پراختيا غړو سره د تدريسي چارو او روزنيزو برنامو په هکله خبرې وکړې او د وضعیت ارزونې ترڅنګ یې له چارواکو سره یو شمېر مهم نظریات او سپارښتنې شريکې کړې.
همدارنګه د پوهنې وزارت محترم معین د مرکز جلال اباد اړوند استقلال رشتوي لېسې تدریسي وضعیت وڅاره او ټينګار يې وکړ چې ښوونکي بايد خپلې دندې په بشپر اخلاص او ژمنتيا ترسره کړي، څو په راتلونکي کې يو متعهد او نوښتګر نسل ټولنې ته د خدمت په موخه تقديم کړو.
