د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب ریاست د ۲۲ خالي بستونو لپاره رقابتي ازموینه واخیستل شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۵:۲۱
51514

د پوهنې وزارت اړوند د ښوونیز نصاب ریاست لپاره د ۲۲ تخصصي او مسلکي خالي بستونو د ډکولو په موخه له شاوخوا ۱۶۰ تنو نوماندانو څخه رقابتي ازموینه واخیستل شوه.
په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو کې د ښوونیز نصاب او ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا لوی رئیس، الحاج مولوي اول ګل ایوبي وویل چې یاد بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان شوي، څو د وړتیا، تخصص او تجربې لرونکي کسان د ملک د ښوونیز نظام د پیاوړتیا لپاره جذب شي.
نوموړي زیاته کړه چې د استخدام په بهیر کې د شفافیت، عدالت او روڼتیا اصل په جدي توګه رعایتېږي او هڅه کېږي چې د رقابتي ازموینې له لارې وړ او مستحق کسان وټاکل شي.
د یادونې وړ ده چې د یادو بستونو لپاره د ملک له بېلابېلو سیمو څخه شاوخوا ۱۷۶۰ تنو نوماندانو نوم‌لیکنه کړې وه، چې له دې جملې ۱۶۰ تنه د شرایطو له مخې شارت لېست شوي او له رقابتي ازموینې وروسته به ترې ۲۲ تنه مسلکي او تخصصي کسان غوره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۵۱
Background image

په لوګر کې له راستنېدونکو ماشومانو څخه د ښوونیزې سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د لوګر ولایت پوهنې ریاست، د راستنېدونکو کډوالو ماشومانو د زده‌کړې کچې معلومولو په موخه له ۵۶ تنوڅخه ازموینه واخیسته.
یاده ازموینه په شفاف او عادلانه ډول ترسره او ټاکل شوې چې ګډونوال به. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت پلاوي په بدخشان کې د څارنې او ارزونې له بهیر څخه کتنه وکړه

د پوهنې وزارت د څارنې، ارزونې او راپور ورکولو رئیس محترم مولوي غلام‌ربي رباني، د کیفیت تضمین معینیت پلاوي په ملتیا د څارنې، ارزونې او راپور ورکولو د بهیر ارزونې، شته ستونزو معلومولو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۴۶
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو د څو خبرونو لنډیز

سمنګان
د سمنګان ولایت مرکز اړوند ایبک لېسې سره د سیمې خلکو لخوا ۵۰ زره افغانۍ مرسته وشوه.

ننګرهار
د پوهنې‌دوستو کسانو لخوا د شینواري ولسوالۍ پوهنې آمریت لپاره د ۸۰ زره افغانیو په لګښت. . .

BACK TO NEWS