د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب او د ښوونکو مسلکي پراختیا لوی رئیس بغلان ولایت ته سفر وکړ
د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب او د ښوونکو مسلکي پراختیا د لوی رئیس محترم الحاج مولوي اولګل ایوبي په مشرۍ لوړپوړي پلاوي، چې د پوهنې وزارت د مسلکي پراختیا رئیس محترم مولوي محمد ابراهیم عمري یې هم ملتیا کوله، بغلان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي سید حفیظالله معتصمبالله او د پوهنې ریاست د برنامو له آمرینو سره وکتل.
په دې لیدنه کې د پلاوي د سفر د موخو، د تطبیق شویو پروګرامونو د ارزونې د اهمیت، له ټاکل شویو معیارونو سره د فعالیتونو د مطابقت کچې د څېړنې او د ښوونیز نصاب او مسلکي ودې اړوندو پروګرامونو د کیفیت د ښهوالي په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
د بغلان پوهنې رئیس پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د تخصصي ارزونو، اغېزمنې څارنې او د اړوندو برخو ترمنځ د همغږۍ پر اهمیت ټینګار وکړ او دغه ډول سفرونه یې د ښوونیزو او پراختیایي پروګرامونو د کیفیت لاښهوالي لپاره اغېزمن وبلل.
یاد پلاوي بغلان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د تطبیق شویو پروګرامونو د هر اړخیزې څېړنې، د فعالیتونو د اغېزمنتیا د ارزونې او ښهوالي د فرصتونو د پېژندلو موخې تعقیب کړې او د پروګرامونو د تطبیق پر مهال یې د علمي او مسلکي معیارونو پر رعایتولو ټینګار وکړ.
