د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا رئیس د سرپل ولایت د مسلکي وړتیاوو لوړونې له ورکشاپ څخه لیدنه وکړه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۶ - ۱۳:۴۱
123

د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا رئیس مولوي محمد ابراهیم «عمري» د سرپل ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد رحماني په ملتیا د ښوونکو د مسلکي وړتیا لوړولو له ۸ ورځني ورکشاپ څخه لیدنه وکړه.

یاد ورکشاپ چې د یوې ښوونیزې ادارې په مالي مرسته جوړ شوی، موخه یې د ښوونکو د تدریسي مهارتونو پیاوړتیا او مسلکي وده ده.

د دې لیدنې په ترڅ کې مسئولینو د دغه ډول مسلکي او مېتودیکي پروګرامونو له تنظیم څخه خوښي څرګنده او ویې ویل، چې د یادو ورکشاپونو اصلي موخه د ښوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړول او هغه څه چې دوی زده کړي، په ښوونځیو کې پلي کول دي.

دغه راز هغوی ټینګار وکړ، کوم مهارتونه چې په ورکشاپ کې ګډون والو ته ارایه کېږي، باید په عملي ساحه کې ترې بشپړه استفاده ترسره شي.

د يادونې وړ ده، چې د سرپل ولايت د ښوونکو د مسلکي پراختیا غړو د دغه ورکشاپ له جوړېدو خوښي څرګنده او په راتلونکي کې يې د دا ډول ښوونيزو پروګرامونو جوړولو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۵۲
Background image

د هرات ولایت پوهنې ریاست لخوا، خدماتي کارکوونکو ته د خوراکي توکو کڅوړې ووېشل شوې

یو خیریه بنسټ د هرات ولایت د مرکز په شمول انجیل او گذره ولسوالیو د ښوونځیو شاوخوا ۹۴۰ تنو خدماتي کارکوونکو ته د خوراکي توکو مرستندویې کڅوړې ووېشلې، چې په یادو بستو کې اوړه، غوړي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۵۷
Background image

برگزاری مراسم اختتامیه مسابقات حسن قرائت قرآن کریم شاگردان مدارس و مکاتب شهر کابل

 مراسم پایانی مسابقات حسن قرائت قرآن عظیم الشان میان ۱۶ تن شاگردان برتر مدارس و مکاتب شهر کابل برگزار شد.
  در این مراسم با شکوه، محترم الحاج مولوی صبغت الله وصیل، معین مالی و اداری،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۴۸
Background image

مطبوعاتي بلنليک 

د کابل ولایت پوهنې ریاست له لوري د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت، د پوهنې وزارت مسٸولینو، د کابل ولایت مقام استازو، دیني علماءکرامو، معززو مېلمنو او استادانو په حضور کې، د کابل ولايت د. . .

BACK TO NEWS