د پوهنې وزارت د ښوونيز نصاب او د ښوونکو د مسلکي پراختیا لوی رئیس کندوز ولایت ته په رسمي سفر ولاړ

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۵ - ۱۲:۱۱
12

د پوهنې وزارت د ښوونيز نصاب او د ښوونکو د مسلکي پراختيا لوی رئیس الحاج مولوي اول ګل ایوبي په مشرۍ یو پلاوی کندوز ولایت ته ورسېد.

په پیل کې نوموړي د کندوز ولایت له پوهنې رئیس مولوي محمد اسماعېل «ابواحمد» سره وکتل او د خپل سفر د موخو او آجنډا په اړه یې معلومات ورکړل.

یاد پلاوي د ستونزو پر حل او په ښوونیزو بنسټونو کې د درسي کيفيت پر لوړولو د ټینګار ترڅنګ څرګنده کړه، د ښوونځیو د مدیرانو د وړتيا لوړولو په اړه د سیمینار څارنه او د ښوونکو د مسلکي کولو د څانګو د اداري او تدریسي بهیر ارزونه هم د پلاوي د سفر په پلانونو کې شامله ده.

ورپسې د کندوز ولایت پوهنې رئیس، د ورغلي پلاوي هر کلی وکړ او د پوهنې ریاست د کارکوونکو لپاره یې د مسلکي سیمینارونو له پیل څخه خوښي څرګنده کړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۱۲:۲۳
Background image

د ولایتونو پوهنې کړنو ته لنډه کتنه

نورستان

د پوهنې په برخه کې د یوې همکارې ادارې تخنیکي ټېم، د نورستان ولایت د پوهنې ریاست سره په همغږۍ، د یاد ولایت د ۵ بابه ښوونځيو سروې ترسره او بیارغونې ته یې چمتو کړل.

ټاکل شوې چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۱۲:۲۰
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د کړنو اوونیز راپور

له شنبې ۱۴۴۵/۱۰/۱۸هجري قمري تر پنجشنبې ۱۴۴۵/۱۰/۲۳هجري قمري (د غویي/ثور میاشتې له آتمې نېټې تر ۱۴۰۳/۲/۱۳ لمریز).

په تېره اوونۍ کې د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو او مبلغینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۱۲:۱۸
Background image

د ولایتونو له پوهنې ‌‌ډګره څو لنډ خبرونه

غزني

د غزني ولایت د قرباغ ولسوالۍ یو شمېر دیني علماوو او قومي مشرانو، د یاد ولایت له پوهنې رئیس الحاج مولوي میر نصیر احمد حسیني سره په کتنه کې، د خپلو ښوونځیو ستونزې او وړاندیزونه شریک. . .

BACK TO NEWS