د پوهنې وزارت د پلټنې پلاوی د یوه کاري سفر په ترڅ کې تخار ولایت ته ولاړ
د پوهنې وزارت د داخلي پلټنې رئیس قاري عتیق الله مؤذن په مشرۍ یو پلاوی، تخار ولایت ته ولاړ او د یاد ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي حزب الله مبشر سره یې د لیدنې پر مهال، د پوهنې ریاست د فعالیتونو څخه پلټنه او ارزونه وکړه .
دتخار پوهنې رئیس یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ څارنه، څېړنه او کنټرول په هر نظام کې منل شوي اصول وبلل؛ چې په وینا یې د فساد له منځه وړلو او د دندو د پېژندنې بنسټ جوړوي.
هغه زیاته کړه، د تخار پوهنې ریاست مشرتابه، له پلاوي سره د پلټنې په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.
