د پوهنې وزارت د پراختيايي کارکوونکو د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو په موخه دوه ورځنی ورکشاپ جوړ شو

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۲ - ۱۰:۹
123

د ياد ورکشاپ د پرانيستلو په مراسمو کې، د پوهنې وزارت سرپرست، د ياد وزارت ستر سلاکار ، معينانو، د کابل ښار  پوهنې رئیس، د مالیې وزارت د سرچينو او ادارې رئیس، د اوبو او برېښنا وزارت سلاکار ، یو شمېر علماوو او چارواکو ګډون درلود. 
غونډه د قران عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبيب الله آغا، ګډون والو ته د ښه راغلاست تر څنګ هیله څرګنده کړه، چې د ياد ورکشاپ ټول ګډون وال به و کولای شي خپلې وړتياوې لوړې او په راتلونکي کې د لویو پرمختګونو سبب شي.
دغه راز نوموړي د مسلمانانو د محکوميت ستر لامل دنيوي او مادي برخو ته د هغوی ميلان وباله.
د پوهنې وزارت سرپرست، په اسلامي او ملي روحيه د نوي نسل په روزلو کې د ياد وزارت په هڅو ټينګار وکړ.
ورپسې د پوهنې وزارت د سرچينو  او ادارې معين  مولوي صبغت الله وصيل، د کارکوونکو ګمارنه د هغوی له علمي درجې او کاري وړتیاوو سره تړلې وبلله او څرګنده یې کړه: د پوهنې وزارت ټول کارکوونکي باید خپلو دندو او مسئولیتونو ته ژمن وي او خپله دنده بايد د يوه د الهی آزموینې په توګه ترسره کړي.
په ورته مهال د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معين مولوي سخاءالله سعيد، د پراختيايي کارکوونکو د ورکشاپ غونډې ته وويل:
زمونږ د ژوند سترې موخې د الله تعالی جل جلاله رضاحاصلول او د مخلوق خدمت کول دي.
نوموړي څرګنده کړه چې په خپلو مسئولیتونو او دندو کې بايد د الله تعالی جل جلاله رضا په نظر کې ونيول شي، ترڅو د توان تر حده خپلې ټولې کړنې په ښه ډول او نېک نيت ترسره کړو.
همدارنګه د پوهنې وزارت د اسنادو، احکامو او فرمانونو د تعقيب رئيس مفتي شفېع الله منصور، د ياد ورکشاپ ګډون والو ته په خپلو خبرو کې، د امير اطاعت او د اسلامي نظام د قوت لپاره نه ستړې کيدونکې هلې ځلې د هر وګړي او کارکوونکي ديني او ملي مسئوليت وباله.
دغه راز نوموړي وویل، چې د پوهنې وزارت مسئوليت لري، تر څو د هېواد د هر وګړي لپاره د ښوونې او روزنې آسانتياوې برابرې کړي.
د مالیې وزارت د سرچینو او ادارې رئیس مولوي احمدشاه شاکر، په خپلو خبرو کې د ملت او حکومت پر  يووالي ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې په اوسنیو شرایطو کې د نظام پر ضد د دښمن هر ډول تبلیغات شنډ شوي او په دولتي بستونو کې د مناسبو او وړ کسانو ګمارنې ته لومړيتوب ورکول کيږي.
په ياده غونډه کې د اوبو او برېښنا وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، د پوهنې مهم بنسټونه بشري سرچينې، مالي سرچینې، ټولنه او فکري جوړښت وباله. 
نوموړي د دیني او عصري علومو پر زده کړې ټینګار وکړ او دا يې د هېواد د پرمختګ او د خلکو د هوساینې یوازینۍ لاره وبلله.
د يادونې وړ ده، چې د دغه دوه ورځني ورکشاپ په ترڅ کې به، د پوهنې د بېلابېلو اړخونو په اړه د کارپوهانو او مسئولينو له لوري پرېزنټېشنونه وړاندې شي او همدارنګه د ياد ورکشاپ د ګډون والو ترمنځ به د آجنډا په هکله ګروپي کارونه تر سره او نظرونو تبادله شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۷
Background image

په ښوونیزو مراکزو کې د نویو زده کوونکو د جذب او نوم لیکنې په اړه د پوهنې وزارت اعلامیه

بسم‌اﷲ الرحمن الرحیم
اَلحَمدُلِلّهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَالصَّلَوةُ وَالسَّلامُ عَلَی سَیِّدِالمُرسَلِینَ وَ عَلَی آلِهِ وَأَصحَابِهِ أَجْمَعِیْنَ
درنو هېوادوالو راځئ! چې نوی ښوونیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

په بادغیس ولایت کې له م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له هغو ۲۱۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده کړو څخه پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۱
Background image

د سرپل ولایت عام ولس لخوا پوهنې سره له ۱۹ میلیونه افغانیو څخه زیاته مرسته شوې

د سرپل ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي؛ د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د یاد ولایت خلکو، د سیمې مشرانو او تعلیمي شوراګانو په ټولیز ډول ۱۹ میلیونه ۱۶۴ زره ۸۵۱ افغانۍ د پوهنې له. . .

BACK TO NEWS