د پوهنې وزارت د وړتیاوو او استعدادونو ارزونې رئیس پکتیا ولایت ته سفر وکړ
د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو ریاست د وړتیاوو ارزونې رئیس مفتي عبدالولي سداد او ورسره مل پلاوی، د اسلامي زده کړو بنسټونو لپاره د نویو بستونو د تطبیق په موخه، پکتیا ولایت ته سفر وکړ.
لومړی د وړتیاوو ارزونې رئیس، د یاد ولایت له مرستیال مولوي انعام الله صلاح الدین سره د مدارسو لپاره د نویو بستونو تطبیق په ګډون د پوهنې پر ستونزو خبرې وکړې.
ورپسې نوموړي د یاد ولایت پوهنې له رئیس او رهبرۍ سره په جلا جلا ناسته کې، چې د مدارسو او دیني بنسټونو یو شمېر رئیسانواومسئولینوهم پکې ګډون درلود، د نوې تشکیلاتي جوړښت د عملي کېدو لارو چارو په اړه مشورې او نظرونه تبادله کړل.
په پای کې یاد پلاوي د نویو استادانو او کارکوونکو په ګمارلو کې د نوماندانو پر وړتیا، تجربې او پوهې ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه، چې د ګمارنې پروسه باید په شفافه او عادلانه توګه ترسره شي.
