د پوهنې وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې او مراقبت رئیس د کندهار ولایت پوهنې ریاست کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د اصلي ملاتړ له رئیس سره وکتل

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۱:۱۸
12

د پوهنې وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې او مراقبت رئیس مولوي سمیع الحق حماس، د کندهار ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي فخرالدین نقشبندي په کوربه توب، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د کډوالو چارو د اصلي ملاتړ له رئیس الحاج غلام نبي ستانکزي سره وکتل.
په یاده غونډه کې، دواړو خواوو د ګډې همکارۍ په اړه بحث وکړ، چې موخه یې هېواد ته د راستنېدونکو ماشومانو لپاره د تعلیمي آسانتیاوو رامنځته کول دي.
د یادونې وړ ده، چې له دې غونډې وروسته، دواړو وزارتونو د راستنېدونکو کډوالو لپاره د اړینو آسانتیاوو په برابرولو کې د ګډې مرستې، همکاریو او لا همغږۍ په تړاو نوی فصل پرانیست.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۲:۰
Background image

د پکتیکا ولایت له ښوونځیو سره څه د پاسه ۱.۱ مېلیون افغانۍ مرسته شوې

د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په جریان کې، د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوندو له ۳۰ بابه ښوونځیو سره د والدینو شوراګانو، سیمه‌ییزو سوداګرو، ځوانانو او نورو خیریه بنسټونو څخه ۱ مېلیون ۱۱۳ زره ۹۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

د کابل ولایت ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې او ترمیم پروژې بشپړې شوې

د کابل ولایت د چهاراسیاب او موسهي ولسوالیو د ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې پروژې د پوهنې چارواکو په حضور کې بشپړې او بیاځلې پرانیستل شوې.
په یادو پروژو کې احاطوي‌دېوالونو جوړول، رنګول،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۱
Background image

په پکتیکا ولایت کې د ښوونکو مسلکي پراختیا غړو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ د ۲۴ ولسوالیو د ښوونکو مسلکي پراختیا ۱۳۸ تنو علمي غړو لپاره ۹ ورځنی روزنیز سیمینار پیل کړ.
د سیمینار په پرانیستونکې وینا کې،. . .

BACK TO NEWS