د پوهنې وزارت د نتایجو او شهادتنامو ریاست د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۲:۲۶
ثسبسشیب

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین الحاج مولوي صبغت الله وصیل، ځینو مرکزي رئیسانو، د ا.ا.ا. لوړپوړو مېلمنو او علماء کرامو په حضور کې د نتایجو او شهادتنامو ریاست د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه.

په پیل کې د پوهنې وزارت د نتایجو او شهادتنامو رئیس محترم مولوي عبدالقدیم محمد آخندزاده د غونډې برخه والو ته د ښه راغلاست تر څنګ، د موضوع په هکله وینا وکړه او څرګنده یې کړه چې دغه ودانۍ به په ۳ پوړونو کې د شاوخوا ۲۳مېلیونه افغانیو لګښت سره په ۱۸ میاشتو کې جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

ورپسې د پوهنې وزارت مالي او اداري معین وویل چې د نوې ودانۍ جوړېدل به د مراجعینو او کارکوونکو لپاره مناسب کاري چاپېریال رامنځته کړي.

نوموړي د پوهنې له ټولو منسوبینو وغوښتل چې خپلې دندې په بشپړ اخلاص ترسره او د ستونزو په حل کې پوره مسئولیت اداء کړي.

همدارنګه د یو شمېر نورو ادارو ویناوالو هم د پوهنې وزارت د رهبرۍ کړنې وستایلې او له دغه وزارت سره یې خپل هراړخیز ملاتړ اعلان کړ.

په پای کې تر دعائیې وروسته د یادې ودانۍ بنسټ ډبره رسماً د پوهنې وزارت د رهبرۍ او لوړ پوړو مېلمنو له لوري کېښودل شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۵۱
Background image

په لوګر کې له راستنېدونکو ماشومانو څخه د ښوونیزې سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د لوګر ولایت پوهنې ریاست، د راستنېدونکو کډوالو ماشومانو د زده‌کړې کچې معلومولو په موخه له ۵۶ تنوڅخه ازموینه واخیسته.
یاده ازموینه په شفاف او عادلانه ډول ترسره او ټاکل شوې چې ګډونوال به. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت پلاوي په بدخشان کې د څارنې او ارزونې له بهیر څخه کتنه وکړه

د پوهنې وزارت د څارنې، ارزونې او راپور ورکولو رئیس محترم مولوي غلام‌ربي رباني، د کیفیت تضمین معینیت پلاوي په ملتیا د څارنې، ارزونې او راپور ورکولو د بهیر ارزونې، شته ستونزو معلومولو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۴۶
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو د څو خبرونو لنډیز

سمنګان
د سمنګان ولایت مرکز اړوند ایبک لېسې سره د سیمې خلکو لخوا ۵۰ زره افغانۍ مرسته وشوه.

ننګرهار
د پوهنې‌دوستو کسانو لخوا د شینواري ولسوالۍ پوهنې آمریت لپاره د ۸۰ زره افغانیو په لګښت. . .

BACK TO NEWS