د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی کندوز ولایت ته ولاړ
د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس الحاج مولوي شهاب الدین ثاقب په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی، د یو لړ رسمي چارو د ترسره کولو په موخه کندوز ولایت ته ورسېد.
په پيل کې د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس د کندوز ولایت له پوهنې رئیس الحاج مولوي حزب الله مبشر سره د کتنې په ترڅ کې، د خپل سفر اساسي موخه تشرېح کړه او پوهنې رئيس ته یې ډاډ ورکړ، چې د پوهنې وزارت مشرتابه د پوهنې رياست د پروګرامونو او پلانونو په پلي کېدو کې همکاري کوي.
ورپسې د کندوز ولایت پوهنې رئیس پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ، د یاد ریاست د دندو، پلانونو او پروګرامونو په اړه هم لنډ راپور وړاندې کړ، چې د پلاوي له خوا یې هرکلی وشو.
دغه راز په یاده کتنه کې د کندوز ولايت پوهنې رئیس ژمنه وکړه، چې د پوهنې وزارت له پلاوي سره به هر راز همکاري وکړي.
