د پوهنې وزارت د مقام دفتر لوی رئیس د بغلان پوهنې ریاست اداري او ښوونیزې چارې وارزولې

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۳۶
3

د افغانستان اسلامي ام/ارت د پوهنې وزارت  د مقام دفتر د لوی رئیس محترم شیخ محمد طاووس طارق په مشرۍ پلاوي بغلان ولایت ته سفر وکړ او د اداري چارو د ترسره کولو او د کارکوونکو اړوندو موضوعاتو ارزونې په موخه یې د دغه ولایت له پوهنې مسوولینو سره لیدنه وکړه.
د بغلان ولایت پوهنې مسوولینو د پوهنې وزارت د مقام دفتر لوی رئیس او ورسره مل پلاوي له ورتګ څخه مننه وکړه او دا ډول سفرونه یې د همغږۍ د پیاوړتیا، اداري چارو د ښه والي او د پوهنیزو کړنو د لا ښه پرمخ وړلو لپاره اغېزمن وبلل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۴:۵۷
Background image

د ملک د سړو سیمو او ولایتونو د درجه وارو دیني مدارسو کلنیو ازموینو پیل په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت د لایحې له مخې؛ ټاکل شوې ده، چې د ملک د سړو سیمو او ولایتونو د درجه وارو دیني مدارسو کلنۍ ازموینې له لاندې مهالوېش سره سمې پیل شي:
۱- د ملک د سړو سیمو او ولایتونو د درجه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۴:۵۴
Background image

د غور ولایت پوهنې ریاست کارکوونکو ته روزنیزه برنامه جوړه شوه

د مسلکي وړتیاوو لوړولو، د اداري کیفیت ښه‌والي او د ځواب‌ویلو او مسوولیت‌پذیرۍ کولتور پیاوړتیا په موخه، د غور ولایت د پوهنې ریاست اداري کارکوونکو ته د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۴:۵۳
Background image

په بلخ کې پر یو شمېر ښوونکو د درسي مرستندویه توکو کڅوړې ووېشل شوې

د یوه همکار بنسټ په ملاتړ، د بلخ ولایت د ښوونځیو پر ښوونکو د درسي مرستندویه توکو ۵۸۰ کڅوړې ووېشل شوې.
د دغو بستو ټولیز ارزښت ۳ میلیونه ۸۸۲ زره او ۳۲۰ افغانۍ کېږي.
د پوهنې ریاست مسوولینو. . .

BACK TO NEWS