د پوهنې وزارت د مشرتابه پنځمه غونډه ترسره شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۶ - ۹:۲۱

د پوهنې وزارت د مشرتابه پنځمه غونډه د یاد وزارت د سرپرست وزیر الحاج مولوي حبیب الله آغا په مشري ترسره شوه.
غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه او بیا له آجنډا سره سم پر موضوعاتو بحث پیل شو.
د کلیوالي مدارسو لپاره د ترتیب شوي نصاب د تصحیح او چاپ، د جهادي مدارسو د کلنیو ازموینو، د ژمي د رخصتي په مهال د جهادي مدارسو د استادانو د معاشونو د تادیې، د اسلامي زده کړو معینیت لپاره د یوې مناسبې ودانۍ د پیدا کولو او ځینو نورو مسایلو په اړه تفصیلي بحثونه او پرېکړې ترسره شوې.
د اسلامي زده کړو د معین الحاج مولوي کرامت الله اخند زاده په مشرۍ ټاکل شوي کمېسیون ته دنده وسپارل شوه ترڅو د کلیوالي مدارسو د نصاب د کتابونو کتنه او تصحیح بشپړه او چاپ ته چمتو کړي.
د اسلامي تعلیماتو د معینیت لپاره د مناسبې ودانۍ د پیدا کولو موضوع د چارو د ادارې لوی ریاست ته ولېږل شوه ترڅو د کابینې په راتلونکې غونډه کې ورباندې بحث وشي او په اړه یې تصمیم ونیول شي.
د ژمي په رخصتیو کې د جهادي مدارسو د استادانو د معاشونو د تادیې په اړه پرېکړه وشوه چې په یاده موضوع کې دې د اسلامي امارت له مشرتابه څخه هدایت وغوښتل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۱:۴۳
Background image

په تخار ولایت کې له ۴۰۰ تنو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د تخار ولایت پوهنې ریاست، د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له ۴۰۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده‌کړو پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د یاد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۱:۳۳
Background image

په لوګر ولایت کې د یو باب ښوونځي مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د لوګر ولایت محمدآغې ولسوالۍ اړوند په کتب‌خېل لیسه کې د زده‌کوونکو ۱۳۵ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې.
یاد مېزونه او څوکۍ د پوهنیزنظام د یو تن خواخوږي عبدالله مهمند په شخصي لګښت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۱۰
Background image

په بامیان ولایت کې د یوې دیني مدرسې د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د بامیان ولایت سیغان ولسوالۍ په غوروچي سیمه کې د حضرت ابوبکر صدیق «رضي الله عنه» دارالحفاظ د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم قاري عنایت‌الله سهار له لوري کېښودل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS