د پوهنې وزارت د مشرتابه مجلس دایر شو
د پوهنې وزارت د مشرتابه مجلس د یاد وزارت د سرپرست وزیر شیخ مولوي نورالله منیر صاحب په مشري په داسې حال کې چې د یاد وزارت څلورتنو معین صاحبانو،ستر سلاکار او د نشراتو رئیس پکې برخه درلوده، دایرشو.
یاد مجلس چې د قرآنکریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شو، پکې په ښوونځيو کې په تجوید سره د قرآنکریم د زده کړې، د تعلیمي نصاب د چوکاټ، د دعوت او ارشاد ریاست د کاري لایحې او دې ته ورته نورو مسایلو په هکله تفصیلي بحثونه وشول او د هرې موضوع لپاره ځانګړي هیئتونه وټاکل شول. غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسیده.
