د پوهنې وزارت د مالي بودیجې کمېټې د خدمتونو څخه ستاینه وشوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۱ - ۱۳:۵۴
14

د افغانستان.ا.ا. د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا د یاد وزارت د مالي بودیجې کمېټې د ارزښتناکو خدمتونو د ستاینې په موخه، د دغه کمېټې له غړو سره وکتل.

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه؛ ورپسې د پوهنې وزارت سرپرست د یاد وزارت د مالي بودیجې کمېټې کار ته په اشارې سره د دغه کمېټې کړنې ښې او د قناعت وړ وبللې او زیاته یې کړه : تاسو د ډېر څه مستحق يې، الله تعالی دې ستاسو هڅې او خدمتونه قبول کړي او په دې امید چې د آخرت ثوابونه او بریالیتوبونه ترلاسه کړئ او تمه ده چې خپل استعدادونه د ښوونیز نظام لپاره د خدمت کولو په برخه کې وکاروئ.

نوموړي وویل: دا یو لوی او مهم مسئولیت دی او هیله مند یم، چې په یاده برخه کې اوږه په اوږه کار وکړو او ستونزې له منځه یوسو.

له بلې خوا د پوهنې وزارت د مالي او محاسبې رئیس مولوي صدرالدين سعد د يادې کمېټې په استازيتوب د پوهنې وزارت د مشرتابه له ستاینې څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د مالي او بودیجوي څانګو په ګډون به د یاد وزارت د پلانونو په عملي کولو کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي.

غونډه د یادې کمېټې غړو ته د ستاینلیکونو په وېشلو، د هېواد لپاره د خیر او فلاح د دعاګانو په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۰
Background image

وضاحت:

د پوهنې وزارت په ټولنیزو رسنیو کې د هغې خپرې شوی ویډیو حقیقت جدي تعقیب کړ چې پکې یو طالب‌العلم د خپل استاد له لوري وهل کېږي.
 معلومات ښيي چې دغه پېښه، د تېر ۱۴۰۴ کال په حوت میاشت کې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۲
Background image

په بادغیس کې ۳۰ ښوونځیو ته د لمریزې برېښنا برابرولو چارې پیل او څلور نور ترمیم شول

د بادغیس ولایت مرکز سربېره په قادس، مقر، آب‌کمري، بالامرغاب او جوند ولسوالیو کې د ۳۰ ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونو چارې پیل شوې دي.
په ورته مهال، د یاد ولایت په مقر، قادس او آب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۰
Background image

په غزني کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند نجـم‌العلوم للبنات مدرسې نوې ودانۍ، چې څه موده مخکې د یو جریب ځمکې پر سر د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت یې د جوړولو چارې پیل شوې وې، بشپړه او د یوې. . .

BACK TO NEWS