د پوهنې وزارت د مالي او حسابداري ریاست پلاوي ننګرهار ولایت ته رسمي سفر وکړ

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۸ - ۱۱:۳۲
ddfgg

د همایون نورزي په مشرۍ د پوهنې وزارت د مالي او حسابداري ریاست بودیجې آمریت پلاوی، د یو رسمي سفر په ترڅ کې ننګرهار ولایت ته ورسېد.

نوموړي د یاد ولايت د پوهنې له رئيس مولوي عزيزالله مصطفى سره په کتنه کې، د دغه پلاوي د سفر اساسي موخه، د افميس سيسټم پرانیستل، د پوهنې رياست لپاره د ځانګړي مالي او حسابداري پروګرام جوړونه، د یاد ریاست د لګښتونو په اړه راپور اخیستنه او د خصوصي مدارسو د استادانو د معاشونو ستونزو هوارول وبلل.

له بلې خوا د ننګرهار پوهنې رئیس د ورغلي پلاوي څخه د هرکلي ترڅنګ، دوی ته د پوهنې ریاست له لوري د لازمو آسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۷
Background image

په ښوونیزو مراکزو کې د نویو زده کوونکو د جذب او نوم لیکنې په اړه د پوهنې وزارت اعلامیه

بسم‌اﷲ الرحمن الرحیم
اَلحَمدُلِلّهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَالصَّلَوةُ وَالسَّلامُ عَلَی سَیِّدِالمُرسَلِینَ وَ عَلَی آلِهِ وَأَصحَابِهِ أَجْمَعِیْنَ
درنو هېوادوالو راځئ! چې نوی ښوونیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

په بادغیس ولایت کې له م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له هغو ۲۱۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده کړو څخه پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۱
Background image

د سرپل ولایت عام ولس لخوا پوهنې سره له ۱۹ میلیونه افغانیو څخه زیاته مرسته شوې

د سرپل ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي؛ د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د یاد ولایت خلکو، د سیمې مشرانو او تعلیمي شوراګانو په ټولیز ډول ۱۹ میلیونه ۱۶۴ زره ۸۵۱ افغانۍ د پوهنې له. . .

BACK TO NEWS