د پوهنې وزارت د لیک لوست د زده کړې ریاست د رئیس په مشرۍ پلاوي د پکتیا ولایت له تعلیمي بهیر څخه لیدنه وکړه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۸/۳ - ۹:۴۴
۱۲

د پوهنې وزارت د لیک لوست د زده کړې (سواد آموزي) ریاست د رئیس مولوي محمد ابراهیم عمري په مشرۍ پلاوي د پکتیا ولایت د جاني خیلو او احمد آباد ولسواليو د پوهنې له آمریتونو، دلیک لوست د زده کړې له مدیریتونو، د ښوونکو د مسلکي پراختیا له آمریتونو، ښوونځیو، تعلیمي مرکزونو او کورسونو څخه لیدنه وکړه، د یادو اداراتو او تعلیمي مراکزو تدریسي او ادارې چارې یې له نږدې و ارزولې او له اړونده مسئولینو سره یې خپلې اړینې سپارښتنې شریکې کړې.                                               
د یاد پلاوي مشر مولوي محمدابراهیم عمري د پوهنې د سیمه ایزو مسئولینو هلې ځلې وستایلې او هغوی ته یې سپارښتنه وکړه ترڅو په هر ډول شرایطو کې خپلو دندو او مسئولیتونو ته پاملرنه ولري او د هیواد د ځوان نسل د ښوونې او روزنې د ستر رسالت په اداء کولو کې هیڅ ډول غفلت و نه کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۸
Background image

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس د کابل ولایت اړوند ښوونځیو له ودانیزو پروژو څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس او ورسره مل تخنیکي پلاوي د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ اړوند خالد بن ولید او عبدالله بن عباس (رضی الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۵
Background image

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رئیس بغلان ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې د رئیس محترم مولوي غلام ربي رباني په مشرۍ پلاوي بغلان ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له مسوولینو سره په یوه غونډه کې لیدنه او خبرې وکړې.
د غونډې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۵۶
Background image

په زابل کې د ۹ ښوونځیو او یوې اداري ودانۍ د ترمیم چارې پیل شوې

د پوهنې وزارت لخوا په ۳ میلیونه افغانیو مالي لګښت سره د زابل ولایت پوهنې ریاست په مرکزي هسته کې د یوې اداري ودانۍ او د یاد ولایت اړوند ۹ ښوونځیو د ترمیم چارې پیل شوې.
د دغو پروژو موخه د. . .

BACK TO NEWS