د پوهنې وزارت د سرپرست له لوري د یاد وزارت د کیفیت تضمین معین، د معلوماتو مدیریت سیستم رئیس او د دغه ریاست کارکوونکو ته د دوی د ښو خدمتونو له امله ستاینلیکونه ورکړل شول

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۳۰ - ۱۲:۲۰
123

په هغو مراسمو کې چې پکې د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا، د یاد وزارت ستر سلاکار مولوي عزیز احمد ریان، د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د اسلامي زده کړون معین الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده، د معلوماتو مدیریت سیستم رئیس الحاج مولوي بسم الله نعماني یو شمېر مرکزي رئیسانو او کارکوونکو ګډون درلود، د پوهنې وزارت د سرپرست له لوري د کیفیت تضمین معین، د معلوماتو مدیریت سیستم رئیس او دیاد ریاست کار کوونکو ته، د دوی د ښوکړنو او وړ خدمتونو له امله ستاینلیکونو ورکړل شول.
په یادو مراسمو کې د پوهنې وزارت سرپرست وویل: ډېر د خوښۍ ځای دی، چې نن د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین ،د معلوماتو مدیریت سیستم ښاغلی رئیس په شمول یو شمېر کاروکوونکو په خپل نوښت د پوهنې یو داسې اطلس برابر کړی دی، چې موخه یې د زده کوونکو، ښوونکو، د ښوونیزو مرکزونو،د زېربیناوو او د هېواد په سطحه د پوهنې  وضعیت عمومي معلوماتو ارزول دي او دا د هېواد په تاریخ کې یو له نوښتي کارونو څـخه ګڼل کیږي.
په ورته مهال نوموړي د وزارت په استازولۍ له هغوی مننه وکړه، چې لا هم د پوهنې په برخه کې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کوي او هغوی ته یې په راتلونکې کې د لا زیاتو بریالیتوبونو هیله وکړه. 
د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین او د معلوماتو مدیریت سیستم کاروکوونکو د پوهنې وزارت مشرتابه له دې ستاینې څخه د مننې ترڅنګ وایې، چې په دې کارسره به دوی لاوهڅول شي، تر څو په راتلونکي کې خپلو فعالیتونو ته پراختیا ورکړي او خپل هېواد ته د پوهنې په برخه کې لازیاتې هلې ځلې وکړي.
یاد مراسم د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۷
Background image

په ښوونیزو مراکزو کې د نویو زده کوونکو د جذب او نوم لیکنې په اړه د پوهنې وزارت اعلامیه

بسم‌اﷲ الرحمن الرحیم
اَلحَمدُلِلّهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَالصَّلَوةُ وَالسَّلامُ عَلَی سَیِّدِالمُرسَلِینَ وَ عَلَی آلِهِ وَأَصحَابِهِ أَجْمَعِیْنَ
درنو هېوادوالو راځئ! چې نوی ښوونیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

په بادغیس ولایت کې له م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له هغو ۲۱۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده کړو څخه پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۱
Background image

د سرپل ولایت عام ولس لخوا پوهنې سره له ۱۹ میلیونه افغانیو څخه زیاته مرسته شوې

د سرپل ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي؛ د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د یاد ولایت خلکو، د سیمې مشرانو او تعلیمي شوراګانو په ټولیز ډول ۱۹ میلیونه ۱۶۴ زره ۸۵۱ افغانۍ د پوهنې له. . .

BACK TO NEWS