د پوهنې وزارت د سرپرستې اختريز پيغام
د نيکمرغه کوچني اختر د رارسيدو په پار خپلې او د پوهنې وزارت د مشرتابه نيکې هيلې، د افغانستان غيور او متدين ملت او په ځانګړي توګه ښوونکو، زده کوونکو او د علم او معرفت ستر کاروان ته وړاندې کوم.
رښتيا هم چې د اختر ورځې د خوښۍ او ورورولۍ ورځې دي، چې د نبي اکرم (ص) د احاديثو پر بنسټ، موږ د دې شرعي امر پرځاى کولو لپاره مکلف شوي يو.
خو په ډيرې خواشينۍ سره بايد ووايم چې د تيرې شنبې ورځې زړه بوږنونکي بريد چې د روژې په ۲۷ د اختر په درشل کې ترسره شو او په پايله کې يې زموږ ډير ملکي هيوادوال او د ښوونځي ګلالي زده کوونکي شهيدان او ټپيان شول، د هر افغان زړه زخمي او داغداره کړ.
په پاى کې يو ځل بيا د خداى تعالى له درباره ټولو شهيدانو او په ځانګړي ډول د يادې دردونکي پيښې قربانيانو ته فردوس جنت، ټپيانو ته د بشپړې روغتيا او خپل غمځپلي هيواد ته د تل پاتې سولې هيله کوم.
په درنښت
رنگینه حمیدي
د پوهنې وزارت سرپرسته
