د پوهنې وزارت د دفتر رییس رسمأ معرفي شو

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۶ - ۱۶:۱۹
د پوهنې وزارت د دفتر رییس رسمأ معرفي شو

ډاکټر محمد سعید منصور د پوهنې وزارت د مشرتابه د وړاندیز په اساس او د ولسمشر د عالي مقام په منظوری د میدان وردګو ولایت د پوهنې د ریاست څخه تبدیل او د پوهنې وزارت د دفتر د رییس په توګه د پوهنې وزارت د مشرتابه، معینانو او رئیسانو په شتون کې معرفي شو او رسمأ خپلې دندې یې پیل کړې.

د پوهنې وزارت سرپرستي په دې مراسمو کې د پوهنې وزارت په بیلابیلو څانګو کې د ښاغلي منصور د هڅو او دندو له امله مننه وکړه او وې ویل: « دا د خوښۍ ځای دی چې نن ورځ د پوهنې د کورنۍ یو روزل شوی غړی د وزارت د دفتر مسؤلیت په غاړه اخلي. زموږ د ټولو هدف د افغانستان ماشومانو ته خدمت کول دي، او موږ کولی شو د ملي روحیې سره د هیواد تعلیم ته د خدمت یوه ښه سرچینه واوسو او په ګډه کار وکړو.»

د دغه وزارت نوي رییس ډاکټر محمد سعید منصور د ولسمشر او د پوهنې وزارت له مشرتابه د اعتماد څخه مننه څرګنده کړه او وې ویل چې د پوهنې وزارت له مشرتابه، مرستیالانو او همکارانو سره په همغږۍ او مشورې کې د خپلو مسؤلیتونو د پرمخ بیولو لپاره جدي او صادقانه هڅې کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۳
Background image

په تخار ولایت کې د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د تخار ولایت پوهنې ریاست د راستنو شویو کډوالو ماشومانو لپاره د زده‌کړو اسانتیاوو برابرولو په موخه، له ۳۵۰ تنو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د پوهنې مسئولینو په وینا، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۱:۲۰
Background image

له شاوخوا ١٠٠ تنو م/جاهدينو څخه د سويې د تثبيت ازموينه واخيستل شوه 

د پوهنې وزارت د ځانګړې قانوني کړنلارې پر بنسټ، د کابل ښار سيدجمال الدين افغان عالي دارالمعلمين په تالار کې له شاوخوا ١٠٠ تنو م/جاهدینو څخه د سويې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د پوهنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۱:۱۸
Background image

د لغمان ولایت د تعلیمي بنسټونو ښوونکو او مدرسینو لپاره مسلکي سیمینار جوړ شو

د لغمان ولایت مرکز مهترلام ښار او شپږو ولسوالیو کې په مدارسو سربېره د رسمي او خصوصي ښوونځیو ښوونکو لپاره درې ورځنی علمي سیمینار پیل شو.
د یاد سیمینار بنسټیزه موخه د تدریسي کیفیت لوړول،. . .

BACK TO NEWS