د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد محترم رئیس د فراه ولایت پوهنیز وضعیت وڅاره

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۰:۴۹
ظ رز ر

دپوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم الحاج مولوي جمعه‌خان سروري فراه ولایت ته د خپل رسمي سفر پر مهال، د یاد ولایت د پوهنې له مسئولینو او اداري کارکوونکو سره ځانګړې ناسته ترسره کړه.
په یاده ناسته کې د اداري چارو ښه تنظیم، د همغږۍ زیاتوالي او د پوهنې وزارت د پالیسۍ په رڼا کې د اغېزمنو فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه اغېزناکې خبرې وشوې. 
ورپسې د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد محترم رئیس د یاد ولایت د پوهنې ریاست مبلغ او دعوت او ارشاد مسئول محترم مولوي عصمت الله رهیق او مسئولینو په ملتیا د شیخ ابونصر فراهي او قسم ښوونځیو څخه لیدنه وکړه او د دغو ښوونځیو ډسپلین، د تدریس بهیر، ښوونیز چاپېریال، د زده‌کوونکو سالمه روزنه او د اسلامي ارزښتونو پلي کېدل یې وارزول.
دغه راز نوموړي له ښوونکو او مسئولینو وغوښتل چې د پوهنې وزارت لارښوونې په بشپړ ډول عملي کړي، د تدریس کیفیت لوړ کړي، د زده‌کوونکو فکري او اخلاقي روزنه لا پیاوړې کړي او د دعوت او ارشاد پروګرامونه پرله‌پسې په بشپړه توګه تطبیق کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۴
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د لغمان ولایت په فرشغان ولسوالۍ کې د منجغان لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د درې بسوې ځمکې په ساحه کې پیل شوې.
 دغه ځمکه د سیمې د علم‌پرورشخصیت حاجي سید علي له خوا وقف شوې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۲
Background image

په لوګر ولایت کې د یوه ښوونځي د درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت مرکز جباري کلي کې د «احرار لومړني ښوونځي» لپاره د څلورو درسي خونو او یوه دهلیز جوړولو کارونه د شاوخوا ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شول.
د یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۴۹
Background image

په کابل ښار کې د ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي ورکشاپ پیل شو

د کابل ښار پوهنې ریاست په همغږۍ او د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ښوونځیو د ۲۳۷تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي او تخنیکي ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د ښوونکو د. . .

BACK TO NEWS