د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د کابل ښار له غلام محمد غبار او ابوذر غفاري عالي لېسو څخه لیدنه وکړه.

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۴ - ۱۴:۲۳
بل

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي چې پکې د دعوت او ارشاد آمرین هریو مولوي سید آصف دلاور او مولوي میرزا محمد مطئمن شامل ؤ، د کابل ښار پینځمې ناحیې اړوند له ابوذر غفاري او غلام محمد غبار عالي لېسو له مسئولینو، ښوونکو او زده کوونکي سره غونډه وکړه.
یادې غونډې د قرآن کریم د څو مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل شوې، ورپسې د لېسو آمرینو د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي ته ښه راغلاست ووايه.
په ورته مهال، یاد پلاوي د ټولنې په اصلاح کې د اسلامي ارشاداتو رول ته په اشارې سره زیاته کړه: په اسلامي ارشاداتو د عامو وګړو او زده کوونکو سمبالول د یوې ټولنې د اصلاح لپاره یو له اساسي بنسټونو څخه دي، دا یو الهي نعمت دی او هغه څه چې لوی خدای(جل جلا له) موږ مسلمانانو ته راکړي دي، موږ یې باید شکر ادا کړو.
د غونډې په پای کې پلاوي، د دیني حلقو په جوړولو کې د یادو لېسو له مسئولینو څخه د پاملرنې ترڅنګ، له زده کوونکو او نورو مسئولینو څخه وغوښتل، تر څو د دیني زده کړو حلقو له علمي محتوا څخه اعظمي ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۰
Background image

وضاحت:

د پوهنې وزارت په ټولنیزو رسنیو کې د هغې خپرې شوی ویډیو حقیقت جدي تعقیب کړ چې پکې یو طالب‌العلم د خپل استاد له لوري وهل کېږي.
 معلومات ښيي چې دغه پېښه، د تېر ۱۴۰۴ کال په حوت میاشت کې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۲
Background image

په بادغیس کې ۳۰ ښوونځیو ته د لمریزې برېښنا برابرولو چارې پیل او څلور نور ترمیم شول

د بادغیس ولایت مرکز سربېره په قادس، مقر، آب‌کمري، بالامرغاب او جوند ولسوالیو کې د ۳۰ ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونو چارې پیل شوې دي.
په ورته مهال، د یاد ولایت په مقر، قادس او آب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۰
Background image

په غزني کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند نجـم‌العلوم للبنات مدرسې نوې ودانۍ، چې څه موده مخکې د یو جریب ځمکې پر سر د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت یې د جوړولو چارې پیل شوې وې، بشپړه او د یوې. . .

BACK TO NEWS