د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو له اداري او مالي معینیت څخه لیدنه وکړه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۴:۵۹
xdvxc

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست یو پلاوي، د یاد وزارت د مالي او اداري معینیت له مسئولینو سره د دیني ارزښتونو د ترویج او د اداري اخلاقو د لاپیاوړتیا په موخه ځانګړې ناسته وکړه.
په دغه لیدنه کې دواړو لوریو د اسلامي لارښوونو د تطبیق، د کارکوونکو او منسوبینو د معنوي روزنې او د ښوونیزو چاپېریالونو د بشپړې اصلاح په اړه مفصلې خبرې وکړې.
همدارنګه د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو وویل، چې د ښوونې او روزنې بنسټیزه موخه، یوازې علمي پرمختګ نه دی، بلکې د اخلاقو، تقوا او خدمت روحیې روزنه هم له دې بهیر سره ژوره اړیکه لري. هغوی ټینګار وکړ، چې د وزارت ټول کارکوونکي دې د حضرت محمد مصطفی ﷺ د سیرت او سنتو په رڼا کې خپل مسلکي مسئولیتونه ترسره کړئ.
د مالي او اداري معینیت مسئولینو د یاد ریاست له سپارښتنو څخه د قدرداني ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د وزارت د مشرتابه د تګلارې او د دیني لارښوونو سره سم به خپلې ورسپارل شوې دندې پرمخ وړي. هغوی وویل، چې د معنوي روزنې او دیني درسونو په پروګرامونو کې به په جدي ډول ګډون کوي، تر څو د وزارت کاري فضا لا د اخلاص او صداقت په روحیه بډایه شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۴۶
Background image

په فاریاب ولایت کې د یو باب ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د فاریاب ولایت اندخوی ولسوالۍ اړوند په الهندي خانه سیمه کې د یو باب لومړني ښوونځي نوې ودانۍ د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په ګډون، د دیني علماءکرامو، قومي مخورو او د سیمې د خلکو په حضور کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۴۳
Background image

د پکتیکا ولایت په ښوونځیو کې د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د جذب ازموینه واخیستل شوه

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست له ۷۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د ياد ولایت پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد وایي چې د دغې ازموینې لپاره ۱۳۰ تنو ماشومانو نوم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳۹
Background image

د کابل ښار د ښوونځیو له مدیرانو سره علمي او مسلکي ناسته ترسره شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست لخوا د ښوونیزو چارو لا ښه تنظیم، د تعلیم کیفیت لوړولو، اداري چارو د پیاوړتیا او د ښوونځیو د مدیریت د اغېزمنتیا زیاتولو په موخه، د ښار د ۱۶ ګونو ښوونیزو ناحیو د. . .

BACK TO NEWS