د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له کړنو او لاسته راوړنو اوونیز راپور
له شنبې څخه تر پنجشنبې( ۱۴۰۵/۲/٢٦ ل څخه تر ۱۴۰۵/۲/٣١ ل نېټې پورې)
تېره اوونۍ د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست ځانګړو څارنيزو ټیمونو د کابل ولايت او ښار اړوندو په تعلیمې مرکزونو سربېره له ٤١ بابه امارتي او خصوصي ښوونځیو او مدارسو څخه څارنه وکړه٠
د دغو لیدنو پر مهال د زدهکوونکو کانکور ازموينې بهير، د انګليسې او نورو عصري مضمونونو نصاب، سیرت، صورت، نظم، ډسپلین او اخلاقي وضعیت په هر اړخیزه توګه وارزول شو او د ښوونیز چاپېریال لا ښهوالي په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وړاندې شوې.
په ورته وخت کې، د یادو ښوونیزو مرکزونو لپاره د دعوت او ارشاد د فعالیتونو د منظم تطبیق په موخه مناسب مبلغین وټاکل شول، تر څو د دعوت او ارشاد د نصاب د تدریس چارې پر مخ یوسي او د زدهکوونکو تر منځ فکري، اخلاقي او اصلاحي بهیر لا پیاوړی شي.
سربېره پر دې، د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو لخوا، د پوهنې وزارت مرکزي هستې اړوندو کارکوونکو ته مهم شرعي مسایل تشرېح او اصلاحي بیانونه وشول، چې موخه یې د ښوونیزو مرکزونو د منسوبینو او کارکوونکو دیني پوهې لوړول، د نصاب د ښه تطبیق تضمین او د اصلاحي فعالیتونو پیاوړتیا وه.
د پوهنې وزارت له ولایتي ریاستونو ترلاسه شوي معلومات ښيي، چې د دعوت او ارشاد مسئولینو په ټولو ولایتونو کې د نصاب د تدریس ترڅنګ اصلاحي بیانونه، دیني ارشادات او اصلاحاتي پروګرامونه په منظمه توګه تطبیق کړي، چې پایلې یې مثبتې ارزول شوې دي.
