د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د کړنو «اوونیز راپور»

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۱۴:۱۶
14

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو په تېره اوونۍ کې، د کابل ښار دبېلابېلو ښوونیزو ناحیو اړوند لکه؛طلوع دانش، نصیراحمد عبادي، اکسون، واک، کابل سنټر، کاوش او کهکشان خصوصي تعلیمي مرکزونو څخه لیدنې وکړې او د هغوی ښوونیز او روزنیز وضیعت یې له نږدې وارزاوه.

دغه راز د دعوت او ارشاد ریاست مبلغینو د یادو ښوونیزو بنسټونو مسئولینو ته په یو شمېر پوهنیزو برخو کې د نیمګړتیاوو له منځه وړلو، په ورځنیو چارو کې د شرعي مسایلو پر بشپړ تطبیق او د ښوونیز کیفیت لاښه والي په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.

له بلي خوا د یادو بنسټونو مسئولینو د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د پلاوي له ورتګ څخه خوښي څرګنده او ژمنه یې وکړه، چې د یاد ریاست د لارښوونو سره سم به خپلې ورځنۍ چارې پلې کړي.

همدارنګه د یاد ریاست رسمي پلاوي چي په پلان کې لري تر څو د هېواد ۱۱ ولایتونو ته سفرونه وکړي، نن د زابل ولایت له پوهني ریاست څخه لیدنه وکړه.

په ورته مهال د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو د پوهنې وزارت د مرکزي هستې کارکوونکو ته اصلاحي وینا وکړه، د هغوی اداري کړنې یې وکتلې او ور څخه یې وغوښتل، تر څو خپلو مسئولیتونو او دندو ته په جدي ډول متوجې واوسي او د مراجعینو کارونه پرته له ځنډ څخه په ټاکلي وخت سرته ورسوي.

دغه راز دعوت او ارشاد ریاست ته له کابل ښار او د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څخه لاس ته راغلي راپورونه ښیي چې؛

په تېره اوونۍ کې له ټاکل شوي مهالوېش سره سم د تعلیمي مرکزونو اړوندو کارکوونکو ته د دیني درسونو لړۍ په نورمال ډول روانه وه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱۵
Background image

د کابل ولایت ۳۵۰ ښوونکو ته علمي، ښوونیزه او اصلاحي برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفیذ مرکزي هیئت، د دعوت او ارشاد ریاست له لوري او د کابل ولايت پوهنې رياست په همکارۍ د ياد ولايت د موسهي، بګرامیو، خاکجبار، سروبي،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱۰
Background image

په پکتیکا کې یوې مدرسې ته يو محراب جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د پکتیکا ولایت زرغون‌شهر ولسوالۍ اړوند سروریه مدرسې لپاره يو محراب جومات د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانیو مالي مرسته جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۷
Background image

په لوګر کې له ښوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

د لوګر ولایت د مرکز او ولسوالیو په ښوونځیو کې له ۲۷۴۶ تنو ښوونکو سره د ۷۴ کڅوړو درسي توکو مرسته شوې، چې ټولیز ارزښت یې ۷ زره او ۶۵۹ امریکايي ډالره دی.
یاد درسي توکي د يوې همکارې ادارې. . .

BACK TO NEWS