د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د کړنو «اوونیز راپور»

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۷ - ۱۲:۲۲
یب

له شنبې ۱۴۴۵/١١/۲۳هجري قمري تر پنجشنبې ۱۴۴۵/١١/۲۸هجري قمري (د غبرګولي میاشتې له ۱۲مې نېټې تر ۱۷مې ۱۴۰۳/ لمریز).

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو تېره اوونۍ د کابل ښار شپږمې ښوونیزې ناحیې اړوند د علاو الدین، قلعه بختیار، محمود طرزي، امید سبزښارګوټي، صفي الله افضلي، قلعه بختیار ابتدائیه، سرآسیاب، چهارقلعه چهاردهي، ام البنین، سید اسماعېل بلخي، ګلخانه رسمي لېسو او له سردار کابلي، استاد ګلاب الدین، ارمان نمبر۲، آینده سازان چهارده، کیهان، دانش، مهد عرفان، اندیشمند ساز، دین ودانش، خورشید کابل، پردیس نمبر۲، افکار، بحرنو، اوج تفکر، ارشاد، عصر پدیده ها او عبدالرشید خصوصي ښوونځيو څخه لیدنې وکړې.

د یادو لیدنو په ترڅ کې د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو د دغو لېسو مسئولینو ته «د اسلامي اساساتو کتاب» د تدریس لړۍ پر تطبیق ټینګار وکړ.

د دعوت او ارشاد رياست مسئولينو او مبلغینو کارکوونکو او زده کوونکو ته ديني لارښوونې وکړې او له هغوی يې وغوښتل، تر څو خپل صورت او سیرت د رسول الله «صلی الله علیه وسلم» په سنتو برابر او همدارنګه د دیني درسونو په حلقو کې په جدي ډول برخه واخلي.

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست ته له کابل ښار او د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څخه لاس ته راغلي راپورونه ښیي چې:

په تېره اوونۍ کې د پوهنې وزارت د عوت او ارشاد ریاست د مسئولینو له لوري د یاد وزارت د مرکزي هستې اړوندو کارکوونکو ته د دیني درسونو لړۍ دوام درلود.

همدارنګه په تېره اوونۍ کې هم د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست په لارښوونه، له ټاکل شوي مهالوېش سره سم هره ورځ د مرکز او ولایتونو په ښوونیزو بنسټونو کې دیني درسونو دوام درلود او د یاد ریاست د مبلغینو له لوري د هغوی درسي بهیر هم له نبږدې څارل شوی دی.

دغه راز تېره اوونۍ په مرکز او ولايتونو کې د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رياست مسئولينو له استادانو، زده کوونکو او منسوبینو سره له نیږدې وکتل او هغوی ته یې دیني ارشادات وړاندې کړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS