د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رياست پلاوي کندهار ولايت ته رسمي سفر وکړ

media-moe
شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۰:۱۴
ظطزطظز

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رياست پلاوي د مولوي بسم الله حسان په مشرۍ کندهار ولایت ته سفر وکړ او هلته يې د پوهنې ریاست له چارواکو، کارکوونکو او د خصوصي ښوونځیو له مسوولينو سره وکتل.
د دعوت او ارشاد رياست پلاوي د کندهار پوهنې ریاست کارکوونکو او منسوبينو ته په خپله ارشادي وینا کې د اخلاص، امانتدارۍ، وظیفوي مسوولیتونو د ښه ترسره کولو، له مراجعینو سره د نېک چلند، اسلامي اخلاقو او د اسلامي امارت د اصولو او ارزښتونو د عملي کولو پر اهمیت ټینګار وکړ.
همدارنګه هغوى د شیرزاد او بهار خصوصي لېسو څخه لیدنه وکړه، د دغو ښوونځیو د ښوونیز او اداري بهیر ارزونه یې وکړه او ښوونکو ته یې د تدریسي کیفیت لوړولو، د زده‌کوونکو د سالمې روزنې، نظم، انضباط او د پوهنې وزارت د اصولو او کړنلارو د بشپړ تطبیق په اړه لازمې سپارښتنې وکړې.
د یادو لېسو مسوولینو د نوموړي پلاوي له لیدنې مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې وړاندې شوې سپارښتنې به په بشپړ ډول پلې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۴۰
Background image

په غور ولایت کې ښوونځیو ته ۳۰ خېمې توزېع شوې

د غور ولایت مرکز په شمول د مرغاب، الفاروق او پسابند ولسوالیو ښوونځیو ته د یوه همکار بنسټ له لوري د ۲ میلیونه، ۴۷۸ زره او ۲۸ افغانیو په ارزښت ۳۰ خېمې ووېشل شوې.
د دغو خېمو په وېش سره به. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۳۳
Background image

د میدان وردګ ولایت له علماءکرامو او د دیني مدارسو له مهتممینو سره مشورتي غونډه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د مشرتابه، یو شمېر دیني علماءکرامو او د دیني مدارسو د مهتممینو په ګډون د ښوونیزاو روزنیز کیفیت لوړولو، د درسي نصاب لا ښه تطبیق او د دیني مدارسو د اداري چارو تنظیم په موخه،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۲۶
Background image

د کابل ښار پوهنې ریاست کارکوونکو لپاره روزنیزه برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت مقام د داخلي پلټنې ریاست له لوري د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند تفتیش، مالي، تدارکاتو او خدماتو مدیریتونو د کارکوونکو مسلکي وړتیا لوړولو په موخه، شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه. . .

BACK TO NEWS