د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس په مشرۍ پلاوي له فاریاب ولایت څخه لیدنه وکړه
د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د رئیس شیخ مولوی عبدالحی (حازم) په مشرۍ یو ۵ کسیز پلاوي د ولایتی سفرونو په لړ کې د هیواد د سړو سیمو ( بدخشان، تخار، کندز، بغلان، سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل او فاریاب ) ولایتونو ته د سفرونو په لړ کې د څارنې او کتنې په موخه د فاریاب ولایت ته سفر وکړ ترڅو خپل پروګرامونه او مسئولیتونه (د امام مبلغ پېژنده، د شرعي امورو څارنه، د اداري چارو کتنه او د ستونزو او شکایتو اورېدنه) ترسره کړي.
د دعوت او ارشاد رئیس او مل پلاوي فاریاب ولایت ته له رسېدو سره سم د پوهنې له رئیس سره ناسته ترسره او د سفر موخې یې ورسره شریکې کړې. په ۰۴/۰۴/۱۴۴۴ هــ.ق نېټه یې د یوې غونډې په ترڅ کې د یاد ولایت د مرستیال والي او د پوهنې د رئیس په ګډون د میمنې ښار د پوهنې آمر، د ولسوالیو د پوهنې آمرینو، د نظارت غړیو، د ښوونځیو ذکور او اناث آمرینو او د پوهنې ریاست نورو کار کوونکو سره خپل کاري پروګرام شریک کړ. د غونډې په پیل کې د فاریاب ولایت د پوهنې رئیس مولوي سیدحفیظ الله معتصم بالله یاد پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د علم د فضیلت، د پوهنې ریاست د ستونزو او ځینو نورو موضوعاتو په اړه یې ارزښتناکې خبرې وکړې. په یادو مراسمو کې د امام ابوحنیفه عالي دارالعلوم استاد شیخ مولوي غلام نبي(غفوري) هم ارزښتناکه علمي وینا وکړه. ورپسې د دعوت او ارشاد ریاست رئیس شیخ مولوي عبدالحی (حازم) د یاد ریاست د مسئولیتونو او دندو په هکله هر اړخیزې خبرې او لازمې سپارښتنې وکړې او د غونډې له ګډون والو سره یې د خپل سفر موخې په لاندې ډول شریکې کړې:
۱ – د دعوت او ارشاد ریاست د ځانګړي نصاب او قرآن کریم د ژباړې په اړه لازمې سپارښتنې کول.
۲ – د فرامینو او قوانینو ارزونه.
۳ – د شرعي امورو څارنه او کتنه.
۴ – د امام مبلغ پیژندنه.
۵ – د اداري چارو څارنه او کتنه.
۶ – د ستونزو او شکایتو اورېدنه.
د پورتنیو موخو د شریکولو تر څنګ نوموړي زیاته کړه، چې په اداراتو کې ګمارنه باید دتقوا، ژمنتیا، تخصص او وړتیا په بنسټ ترسره شي، د آمرینو له اوامرو څخه اطاعت وشي، ټول کارکوونکي باید خپلو دندو ته پابند او ملتزم وي، لمونځ په جماعت سره اداء کړي، ښځینه کار کوونکي او مراجعین باید شرعي حجاب مراعات کړي، د ولایت امام مبلغ باید هره ورځ د پوهنې ریاست ټولو کارکوونکو ته د دعوت او ارشاد ریاست ځانګړی نصاب او د قرآن کریم ژباړه تدریس کړي، په ټولو اداراتو کې له رشوت، اختلاس او د نوروغیر شرعي چارو له ارتکاب څخه ډډه وشي او د بیت المال له اجناسو او شتمنیو سره زیات احتیاط وشي.
پلاوي د ستونزو او شکایاتو د اورېدنې او اداري چارو د کتنې په موخه د یاد ولایت د پوهنې ریاست، د پوهنې ښاري آمریت، د سواد د زده کړې آمریت او د ښار له یو شمېر ښوونځیو (د خراسان د ذکورو لیسه، د عرب خانه تجربوي لیسه او د ستاره په نامه د اناثو ښوونځي) څخه هم لیدنه ترسره او د یادو اداراتو د کارکوونکو او مراجعینو ستونزې او شکایات یې واورېدل، چې په دې لړ کې د خراسان د ذکورو په لیسه کې ځينې اداري او د ستاره ښوونځي کې ځیني تدریسي ستونزې موجودې وې، چې له اړونده مسئولینو سره شریکې شوې او هغوی یې د حل ژمنه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې د فاریاب ولایت د پوهنې ریاست مسئولینو، کار کوونکو او د غونډې ګډون والو د دعوت او ارشاد ریاست د پلاوي له پروګرام او سپارښتنو څخه خوښي څرګنده او د یادو سپارښتنو د تعمیل ژمنه یې وکړه.
