د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس په مشرۍ پلاوي له تخار ولایت څخه لیدنه وکړه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۴ - ۹:۳۹
123

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د رئیس مولوی عبدالحی (حازم) په مشرۍ یو ۵ کسیز پلاوي د ولایتی سفرونو په لړ کې د هیواد د سړو سیمو ( بدخشان، تخار، کندز، بغلان، سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل او فاریاب ) ولایتونو ته د سفرونو  په لړ کې  د څارنې او کتنې په موخه د تخار ولایت ته سفر وکړ ترڅو خپل پروګرامونه او مسئولیتونه (د امام مبلغ پېژنده، د شرعي امورو څارنه، د اداري چارو کتنه او د ستونزو او شکایتو اورېدنه) ترسره کړي.
د دعوت او ارشاد رئیس او مل پلاوي تخار ولایت ته له رسېدو سره سم د پوهنې له رئیس سره ناسته ترسره او د سفر موخې یې ورسره شریکې کړې. په ۲۶ /۰۳/۱۴۴۴ هــ.ق نېټه یې د یوې غونډې په ترڅ کې د یاد ولایت د پوهنې د رئیس په ګډون د تالقان ښار د پوهنې آمر، د ولسوالیو د پوهنې آمرینو، د نظارت غړیو، د ښوونځیو ذکور او اناث آمرینو او د پوهنې ریاست نورو کار کوونکو سره خپل کاري پروګرام شریک کړ. د غونډې په پیل کې د تخار ولایت د پوهنې رئیس مولوي حزب الله (مبشر) یاد پلاوي ته ښه راغلاست ووایه، ورپسې د دعوت او ارشاد ریاست رئیس مولوي عبدالحی (حازم) د یاد ریاست د مسئولیتونو او دندو په هکله هر اړخیزې خبرې او لازمې سپارښتنې وکړې او د غونډې له ګډون والو سره یې د خپل سفر موخې په لاندې ډول شریکې کړې:
۱ – د دعوت او ارشاد ریاست د ځانګړي نصاب او قرآن کریم د ژباړې په اړه لازمې سپارښتنې کول.
۲ – د فرامینو او قوانینو ارزونه.
۳ – د شرعي امورو څارنه او کتنه.
۴ – د امام مبلغ پیژندنه.
۵ – د اداري چارو څارنه او کتنه.
۶ – د ستونزو او شکایتو اورېدنه.
د پورتنیو موخو د شریکولو تر څنګ نوموړي زیاته کړه، چې په اداراتو کې ګمارنه باید دتقوا، ژمنتیا، تخصص او وړتیا په بنسټ ترسره شي، د آمرینو له اوامرو څخه اطاعت وشي، ټول کارکوونکي باید خپلو دندو  ته پابند او ملتزم وي، لمونځ په جماعت سره اداء کړي، ښځینه کار کوونکي او مراجعین باید شرعي حجاب مراعات کړي، د ولایت امام مبلغ باید هره ورځ د پوهنې ریاست ټولو کارکوونکو ته د دعوت او ارشاد ریاست ځانګړی نصاب او د قرآن کریم ژباړه تدریس کړي، په ټولو اداراتو کې له رشوت، اختلاس او د نوروغیر شرعي چارو له ارتکاب څخه ډډه وشي او د بیت المال له اجناسو او شتمنیو سره زیات احتیاط وشي.
پلاوي د ستونزو او شکایاتو د اورېدنې او اداري چارو دکتنې په موخه د یاد ولایت د پوهنې ریاست، د پوهنې ښاري آمریت، د څارنې او ارزونې آمریت او د ښار له یو شمېر ښوونځیو څخه هم لیدنه ترسره او د یادو اداراتو د کارکوونکو او مراجعینو ستونزې او شکایات یې واورېدل، چې د یادو ستونزو له جملې څخه د دعوت او ارشاد ریاست د ځانګړي نصاب د تدریس د نه پیل کېدلو، د مراقبت او حفاظت ستونزې او د ځینو کارکوونکو او مراجعینو شکایات د یادولو وړ دي. یادې ستونزې او شکایات د پوهنې ریاست له اړوندو کارکوونکو سره شریک شول او هغوی یې د حل ژمنه وکړه.
د یادونې  وړ ده، چې د تخار ولایت د پوهنې ریاست کار کوونکو او د غونډې ګډون والو د دعوت او ارشاد ریاست د پلاوي له پروګرام او سپارښتنو څخه خوښي څرګنده  او د یادو سپارښتنو د تعمیل ژمنه یې وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۳:۴
Background image

په ټول هېواد کې نوی ښوونیز کال په رسمي ډول پیل وشو

د ولایتونو د پوهنې ریاستونو څخه د ترلاسه شوو راپورونو له مخې، نوی تعلیمي کال د هېواد په سړو سیمو او ولایتونو کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د پوهنې مسئولینو، د ا/سلامي ا/مارت د ولایتي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۲:۵۴
Background image

په سړو سیمو او ولایتونو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال په رسمي ډول پیل شو

د ملک په سړو سیمو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال، د پوهنې وزارت محترمې رهبرۍ، لوړو پوړو چارواکو، د افغانستان ا/سلامي ا/مارت د کابینې یو شمېر غړو، مېلمنو، علماءکرامو، استادانو، ښوونکو، زده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۴:۵۶
Background image

د دیني مدارسو د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو اړوندو ازموینو د نه قناعت په تړاو د پوهنې وزارت خبرتیا

د هېواد د دیني مدارسو هغو طالبان‌العلم ته چې د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو ازموینې یې د ۱۴۴۷ هـ ق کال په رجب المرجب میاشتې کې ترسره کړې دي او له خپلو نمرو څخه قناعت نه لري، خبر ورکول. . .

BACK TO NEWS