د پوهنې وزارت د خصوصي زدهکړو ریاست پلاوي فاریاب ته سفر وکړ
د پوهنې وزارت د خصوصي زدهکړو د رئیس محترم قاري عبدالـباسط حقاني په مشرۍ پلاوي فاریاب ولایت ته سفر وکړ او هلته يې د پوهنې ریاست له منسوبينو او د خصوصي ښوونځیو له مسوولینو سره په یوه ګډه غونډه کې خبرې وکړې.
د پوهنې وزارت پلاوي په یاد ولایت کې د خصوصي ښوونځیو د جوړېدو او فعالیت له امله خوښي څرګنده او د اړوندو لایحو او کړنلارو پر دقیق تطبیق یې ټینګار وکړ.
همدارنګه، د خصوصي ښوونځیو ستونزې او ننګونې یې له مسوولینو سره په تفصیل وڅېړلې او د حل لارو په اړه یې بحث او خبرې وکړې.
