د پوهنې وزارت د خدماتو، بهرنیو اړیکو او کابل ښار نوي رئیسان معرفي شول

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲ - ۱۲:۱۱
5454

د پوهنې وزارت په وړاندیز او د ریاست الوزارء‌ عالي مقام په منظورۍ، د کیفت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق له لوري، د یاد وزارت د خدماتو ریاست لپاره نوی رئیس محترم مولوي مولوي جنت‌ګل عزیز او د بهرنیو اړیکو لپاره نوی رئیس محترم مفتي محمد حسن حقاني او د کابل ښار پوهنې نوی رئیس محترم مولوي حسیب الله صاحبزاده د مرکزي څانګو یو شمېر رئیسانو او کارکوونکو په حضور کې معرفي او په کار یې پیل وکړ.
لومړی، د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین په ادارو کې تقرر او بدلون یو اصل وګاڼه او ویې ویل چې دا ډول اقدامات په اداري څانګو کې د کارونو لا ښه والي لپاره پلي کېږي.
نوموړي زیاته کړه: په اسلامي نظام کې دندې یو عظیم مسئولیت دی او په ورځنیو چارو کې یې د الله تعالی رضا په نظر کې نیول او د مظلوم ملت خدمت کول ضروري امر وباله او ټینګار یې وکړ چې موږ باید په دې برخه کې خپلې دندې  په صادقانه او بشپړ اخلاص سره اداء کړو.
ورپسې پورته ذکر شویو رئیسانو هم د موضوع په اړه خبرې وکړې او د پوهنې وزارت د رهبرۍ له باور څخه یې د مننې ترڅنګ، ډاډ ورکړ چې ورسپارل شوې دنده به په پوره صداقت او د پوهنې وزارت د محترم مشرتابه د لارښوونو او پرېکړو په رڼا کې عملي کړي.
غونډه د یاد وزارت د ولایتي چارو د سمون او همغږۍ د رئیس محترم الحاج مولوي پاینده‌محمد تعلیم له خوا د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې د ښوونځیو د مدیرانو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې ورکشاپ پیل شو

د «اغېزمنې زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې پنځه ورځنی د مسلکي ظرفیت لوړونې ورکشاپ د هرات ولایت د مرکز سربېره د انجیل، گذره، رباط‌سنګي، کرخ، اوبه او پښتون زرغون ولسوالیو د پوهنې اړوند ۱۴۵. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

په دایکنډي ولایت کې د ښوونځیو مسوولینو او آمرینو لپاره علمي غونډه پیل شوه

 د دایکنډي ولایت خدیر ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو مسوولینو، ښوونکو او د پوهنې د ملاتړو شوراګانو غړو لپاره د مؤثرې زده‌کړې او پوهې ترویج تر سرلیک لاندې  درې ورځنۍ غونډه پیل شوه
په یاده غونډه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۴
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د لغمان ولایت په فرشغان ولسوالۍ کې د منجغان لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د درې بسوې ځمکې په ساحه کې پیل شوې.
 دغه ځمکه د سیمې د علم‌پرورشخصیت حاجي سید علي له خوا وقف شوې او. . .

BACK TO NEWS