د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس سمنګان ولایت ته رسمي سفر وکړ

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۵ - ۱۲:۱۵
14

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس مفتي عبدالحلیم حلیمي او ورسره مل پلاوی، د یو لړ رسمي چارو د ترسره کولو او د پوهنې ریاست له مسئولینو سره د لیدنې په موخه سمنګان ولایت ته ولاړ.

نوموړي د یاد سفر پر مهال، د سمنګان ولایت له پوهنې رئیس الحاج نصرت الله فیضانی او له یو شمېر نورو مهمو مسئولینو سره په کتنه کې، د دغه ولایت د ښوونیزو ستونزو په اړه تفصیلي خبرې وکړې.

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس سمنګان ولایت ته د خپل سفر موخه، د تازه ګمارل شوو کارکوونکو د کاري وړتیاوو لوړول او د تازه ګمارل شویو کارکوونکو د کاري وړتیاوو لوړلو لپاره د درې ورځني ورکشاپ تنظیمول وبلل.

له بلې خوا د ياد ولايت د پوهنې رئيس ورغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او د آجنډا په پلي کولو کې يې د همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۰
Background image

وضاحت:

د پوهنې وزارت په ټولنیزو رسنیو کې د هغې خپرې شوی ویډیو حقیقت جدي تعقیب کړ چې پکې یو طالب‌العلم د خپل استاد له لوري وهل کېږي.
 معلومات ښيي چې دغه پېښه، د تېر ۱۴۰۴ کال په حوت میاشت کې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۲
Background image

په بادغیس کې ۳۰ ښوونځیو ته د لمریزې برېښنا برابرولو چارې پیل او څلور نور ترمیم شول

د بادغیس ولایت مرکز سربېره په قادس، مقر، آب‌کمري، بالامرغاب او جوند ولسوالیو کې د ۳۰ ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونو چارې پیل شوې دي.
په ورته مهال، د یاد ولایت په مقر، قادس او آب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۰
Background image

په غزني کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند نجـم‌العلوم للبنات مدرسې نوې ودانۍ، چې څه موده مخکې د یو جریب ځمکې پر سر د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت یې د جوړولو چارې پیل شوې وې، بشپړه او د یوې. . .

BACK TO NEWS