د پوهنې وزارت د بودیجې کمېټې غونډه جوړه شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۶ - ۱۴:۱۰
jhg

د پوهنې وزارت د بودیجې کمېټې غونډه، د یاد وزارت د سرچینو او ادارې د معین مولوي صبغت الله وصیل په مشرۍ، د مالي او حسابداري، خدمتونو، تدارکاتو، د ښوونځیو د ملکیتونو د رئیسانو او کارپوهانو په ګډون جوړه شوه.

د آجنډا سره سم په یاده غونډه کې د ۱۴۰۳ لېږدیز لمریز کال د بودیجې د وېش او مصرف، مالي مسایلو، تدارکاتو، تمویل، ارزونې او د پوهنې وزارت د پروژو د څرنګوالي په اړه هراړخیز او مسلکي بحثونه وشول، چې د یو لړ وړاندیزونو او د نظریاتو له تبادلې وروسته لازمې پرېکړې وشوې.

غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS