د پوهنې وزارت د بهرنیو اړیکو رئیس زابل ولایت ته ولاړ
د پوهنې وزارت د بهرنیو اړیکو رئیس استاد وحیدالله هاشمي او ورسره مل پلاوی د یو لړ رسمي چارو ترسره کولو په موخه، زابل ولایت ته ورسېد.
په پيل کې نوموړي د یاد ولایت له پوهنې رئیس الحاج مولوي ګل ولي متقي او مسئولینو سره په کتنه کې، د یاد ولایت د پوهنیزو ستونزو د حل په تړاو تفصیلي خبرې وکړې.
په ورته مهال د یاد ولایت پوهنې رئیس هم د پوهنې ریاست د کړنو راپور پلاوي ته وړاندې کړ، چې د پوهنې وزارت د بهرنیو اړیکو رئیس له لوري مثبت و ارزول شو او ستاینه یې وشوه.
